د جګړې زیانونه؛ د سنګین اوسېدونکي: د  خپلو ویجاړو کورونو د جوړولو توان نه‌لرو

که څه هم د هلمند په سنګین ولسوالي کې د جګړې پای ته رسېدو څخه نږدې څلور کاله تېر شوي، خو د دې سیمې جګړه‌ځپلې څېره نه ده بدله شوې او لاهم زرګونه کورونه او باغونه کنډواله پاتې دي. د سنګین اوسېدونکي چې کورونه یې په جګړه کې ویجاړ شوي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یې د بیارغونې توان نه‌لري.

نورالحق انور: اسلامي امارت د خلکو لپاره لوی نعمت دی

د سرپرست حکومت د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور وايي چې اسلامي امارت د خلکو لپاره یو نعمت دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې د نوي ښوونیز کال په پیل مراسمو کې کړې دي.

د چارو ادارې سرپرست زیاته کړې چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او په وینا یې، د زده‌کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

له یمن پر اسرییلو توغندیز برید شوی

 د اسراییلو پوځ وايي چې نن پنجشنبه، مارچ ۲۰مه، سهار له یمن څخه پر دغه هېواد د توغندي برید شوی دی.

له توغندیز برید سره هم‌مهاله د اسراییلو په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

اوزبیکستان د کانونو برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د اوزبیکستان د جیولوجي او کانونو د وزیر مرستیال بهزاد مرمودوف او ورسره مل پلاوي کابل کې د دې وزارت له سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري سره لیدلي دي.

دغه لیدنه چې پرون شوې په‌کې له افغانستان سره یې د سروې، ډبرو او منرالونو د پروسس لپاره د ټولو مرحلو د ترسره کولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ملي دفاع وزارت سلګونه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو کې پوځي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. په ترمیم شوی وسایطو کې ۲۰۱۰ بېلابېل پوځي موټر او ۲۲۷ مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.

خوست کې په څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو د ۳۷ پروژو چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیايي پروژې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، کب ۲۹مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالي په ۳۷ کلیو کې پلې کېږي.

له کندهاره د ۴۴۷میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، تېرو ۱۱ میاشتو کې يې له کندهار څخه پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د څه باندې ۴۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه صادر کړي.
د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل، صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني مواد، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي.

سوداګرې مېرمنې: له مالي ملاتړ پرته مو  خپل کاروبار په پښو درولی

سلام‌وطندار له ۲۲ سوداګرو او کاروباري مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې یادې مېرمنې له شته ستونزو سره سره پر دې بریالۍ شوي چې خپل کوچني کاروبارونو ته له کوره پراختیا ورکړي او د پام وړ لاسته‌‌راوړنې ولري. د کابل اوسېدونکې ۲۳کلنه قدسیه له درېوو کلونو راهیسې خیاطي کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د تورخم بیاپرانېستلو لپاره هیلې شته

نږدې یوه میاشت کېږي چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده. په دې لړ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د دې لارې د بیاپرانېستلو لپاره هیله‌مندي شته، خو په وینا یې، وروستۍ پرېکړه افغانستان او پاکستان کې د لوړپوړو چارواکو سره ده.

روانه اوونۍ د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ پرمهال به د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

د مالیې وزارت نن سه‌شنبه، کب ۲۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه د معاشونو د نورم بدلون په اړه خپاره شوي، لېسټونه او په دې تړاو اوازې ناسمې بللې دي.