
کورنیو چارو وزارت: امریکا پر سراجالدین حقاني ټاکلې جایزه لغوه کړې
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو سره خبرو کې منلې چې د امریکا متحده ایالتونو د دغه وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه لغوه کړې ده.
هغه ویلي چې امریکا د عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر ټاکلې پنځه میلیون ډالره جایزې هم لغوه کړي دي.














