نن د افغانستان په شمول ډېری اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.
د سلام‌وطندار راډیو تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي چې د اختر ورځو کې کډوال ونه باسي

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځې د مارچ ۳۱مې په رانژدې کېدو سره، اسلامي امارت له پاکستانه په ډله‌ییزه توګه د کډوالو اېستل د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له دغه هېواده غواړي چې دغه بهیر ودروي.
چارواکي وايي، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نه‌باید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي.

د میدان‌وردګ والي: بې‌سرپرسته کورنیو لاسنیوی د هر مسوول دنده ده

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ د دغه ولایت په مرکز میدانښار او یوشمېر نږدې ولسوالیو کې پر ۲۵۰ بې‌سرپرسته کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

معاذ د یادو مرستو پرمهال وویل، د ا.ا د هر مسوول دنده ده چې د بې‌سرپرست او بې‌وزله کورنیو لاسنیوی وکړي.

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي.

امیرخان متقي: سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان سفیر سره لیدنه کې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي.
هغه ویلي، سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه‌رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې، له ټولو لوریو سره باعزته اړیکو ته لیواله دی.

کندهار کې د شیخ‌‌هبت‌الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې امنیتي غونډه شوې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو محمد یعقوب مجاهد او سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړی.

پکتيا کې ۲۲۰ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن پنجشنبه، وري اوومه، ۲۲۰ ځوانان له شپږ مياشتني حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت د يادو کسانو فراغت مراسمو کې وويل چې دغه کسانو ته په پنځه برخو کې شپږ مياشتني عملي او نظري زده‌کړې ورکړل شوي دي.

برښنا شرکت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د برښنا تولید د اوو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د برښنا شرکت مسوولانو نن «پنجشنبه، وري اوومه» د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په حضور کې له څو کورنیو او یوه بهرني شرکت سره د برښنا د تولید د ۷ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.