پر افغانستان او هېوادونو تعرفې لګول؛ ټرمپ: امریکا به شتمنه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د خپلو نږدې او سیالو هېوادونو پر ټولو وارداتو توکو د درنو ګمرکي تعرفو پلي‌کولو فرمان لاسلیک کړ.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د هېوادونو لپاره د نویو تعرفو د اعلان په مراسمو کې دغه ورځ «د ازادۍ ورځ» په نوم یاد کړه.

روسیه د یاد هېواد د «ترهګرۍ له نوملړ» د ا.ا نوم لرې کوي

د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

سرپرست حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بولي.

لغمان کې فرهنګپالان: تاریخي سیمو کې دې سیلانیانو ته اسانتیاوې رامنځته شي

د لغمان مرکز مهترلام بابا زیارت کې د وخت د امیر شاه شجاع لنګر یا چای خانه چې نوموړي به د خپلې حکومتولۍ پرمهال یاده سیمه کې د چای لپاره دمه کوله. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس فیضان‌الله پټان بیا وايي، لغمان د ګرځندویانو لپاره ټولې اسانتیاوې لري، خو د مدیریت لپاره یې باید کار وشي.

ایرانی چارواکی: بیرجند کې د افغانستان او فراه کې د ایران  قونسلګرۍ پرانېزوو

د ایران د سوېلي‌ خراسان والي محمدرضا هاشمي وايي چې د دغه هېواد په بیرجند کې د افغانستان او په فراه ولایت کې د یاد هېواد د قونسلګرۍ د جوړېدو په هڅه کې دي. والي همداراز زیاته کړې چې دغه چاره به د ایران او افغانستان اړیکې لا ژورې او پراخې کړي او بېلابېلو برخو کې به د همکاریو لامل شي.

کورنیوچارو وزارت: د اختر ورځو کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه‌‌ده شوې

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه‌ده شوې.

یاد وزارت نن چهارشنبه، وري ۱۳مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اړوند امنیتي ځواکونو د هېواد جوماتونو، تفرېح‌ ځایونو او عمومي لارو امنیت نیولی و او هېڅ ډول امنیتي پېښه نه‌‌ده رامنځته شوې.

له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

د پاکستان جیونیوز رسنۍ نن راپور ورکړی چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو اعلان شوې نېټه پای ته رسېدلې او ټاکل شوې چې نن د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.

پاکستان د مارچ تر ۳۱مې له دې هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره وخت ټاکلی و.

د کډوالو عالي کمېشنري: له پاکستانه د کډوالو جبري ستنول اساسي حل‌لاره نه‌ده

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کانډلر ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.
هغې ټینګار کړی چې دغه موضوع څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه دې د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

بدخشان کې د ذي‌روح په تصویر اخیستلو بندیز لګول شوی

د بدخشان د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ذي‌روح عکس او ویډیو اخیستل بند دي او دغه کار ګناه‌ شمېرل کیږي.
د بدخشان د امربالمعروف رییس مولوي شېر احمد جواد د دغې موضوع په تایید سره وویل، دغه سپارښتنه یې د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیو محلي مسوولانو ته هم ابلاغ کړې ده.

هبت‌الله اخندزاده: ځینې هڅه کوي افغانستان یوځل بیا د اور په کنده بدل کړي

د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده کندهار کې د اختر له لمانځه وروسته وینا کې ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي، اختر د مسلمانانو د خوشحالي او عبادت ورځ ده.
هغه یوه غږیز فایل کې چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد خپور کړی وايي، ځینې لوري هڅه کوي چې عام خلک او حکومت او په ځانګړې توګه امارت سره جلا کړي او افغانستان یو ځل بیا د اور په کنده بدل کړي.

ملا برادر: هېوادونه دې اسلامي امارت سره اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته، ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، افغانان باید د یووالي او د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره یوه بل ته لاس ورکړي.
هغه له نړیوالو وغوښتل چې اسلامي امارت سره رغنده اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي او حکومت یې د اقتصاد محوره پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.

رییس‌الوزرا: د اسلامي اساساتو او ملي ګټو په اساس، ټولو سره ښه روابط غواړو

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اختر پیغام کې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د هیچا په کورنیو چارو کې نه یوازې لاسوهنه‌ نه‌کوي، بلکې له ټولو سره د اسلامي اساساتو او ملي ګټو په رڼا کې د متقابل درناوي په اساس تعامل او ښه روابط غواړي.