
لغمان کې د بېرو ځنګلونو پراختیا؛ د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګام
د لغمان مرکز مهترلام کې د بېرو ځنګلونو احداث لړۍ پیل شوه، هغه اقدام چې موخه یې د شنو ساحو پراختیا، د اقلیمي بدلون پر

د لغمان مرکز مهترلام کې د بېرو ځنګلونو احداث لړۍ پیل شوه، هغه اقدام چې موخه یې د شنو ساحو پراختیا، د اقلیمي بدلون پر

د دفاع وزارت د پاکستاني پوځ لهخوا د افغانستان د حريم د نقض په تړاو اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په مناسب وخت کې به حساب شوی ځواب ورکړي. اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان خاصې نظامي کړۍ یو ځل بیا پر افغان خاوره برید کړی.
نوموړي ویلي، د شپې ناوخته په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې ملکي هېوادوال بمبار شوي چې د ښځو او ماشونو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول.

د اولادونو ترمنځ بېعدالتي، د مور د مسوولیتونو په ترسره کولو کې د ناکامۍ اندېښنه او د بېارزښتۍ احساس د هغو مېندو ګډه تجربه ده چې نهدي توانېدلي ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي.
یو شمېر دغه مېندې وايي، دا چې خپلو ماشومانو ته شیدې نهشي ورکولی، د ګناه، ناراحتۍ او د وجدان عذاب احساس لري.

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په یوه لرې پراته کلي کې، د خاورو پر سړکونو هره ورځ یوه ۴۰ کلنه ښځه د موټر شټرنګ تر شا کېني او له همدې لارې د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې برابروي.
د هغې نوم سایره دی، هغه ښځه چې موټر چلول یې یوازې مسلک نه، بلکې د یوې کورنۍ د ژوندي ساتلو او د برخلیک پر وړاندې د درېدو وسیله ده.

د زدهکړې برخې یو شمېر کارپوهان وایي، مورنۍ ژبه له ټولنې سره د اړیکو د ټینګښت لومړنۍ وسیله ده او په همدې ژبه لومړنیو تعلیمي خدماتو ته لاسرسی کولی شي د ودې لاره لا اسانه کړي.
د زدهکړې د برخې کارپوه جاوید سلیماني وایي، د ژوند له لومړیو ورځو څخه د اړیکې ټینګولو او مفاهیمو د درک وړتیا د فرد د ودې مسیر په څرګند ډول اسانه کوي.

کندهار کې د روږدو د درملنې ۴۰۰۰ بستریز روغتون کې تر ۱۱ زره زیاتو معتادینو درملنه شوې. د کندهار د نشهيي توکو پر وړاندې د

کندوز کې د سپینزر امارتي شرکت له لوري د ۴۵ میلیارد افغانیو په ارزښت په ۱۵۰ جریبه ځمکه دغه استوګنیز ښارګوټی جوړېږي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن شنبه حوت ۲ / فبروري ۲۱ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت له منظورۍ او د اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته به، د دې پروژې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.

نن د فبرورۍ میاشتې ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ هرکال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې

نن جمعه د فبرورۍ ۲۰مه/ د کب لومړۍ، د ټولنیز عدالت له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت دفتر یا یوناما د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ټولنیز عدالت په افغانستان کې دا معنا لري چې هر افغان د مناسبې دندې حق ولري او وکولای شي پرته له تبعیض او په باعزته ډول کار او عاید ترلاسه کړي.

اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او هستوګن همغږي کوونکي، اندريکا رټواټه سره د مخهښې ليدنه کړې ده.
په دې ناسته کې د ملګروملتونو مرستندويه ماموريت سرپرستې او د سياسي څانګې مشرې جورجټ ګانيون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې یوازې پرون «پنجشنبه» ۹۰۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، له نیمروز د ورېښمو پله (پل ابریشم) له لارې ۴۵ کورنۍ، د هرات له اسلامکلا بندر څخه ۱۸ کورنۍ، د کندهار له سپینبولدک لارې ۶۴ کورنۍ او د ننګرهار تورخم بندر له لارې ۷۷۹ کورنۍ هېواد ته راګرځېدلې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په روان کال کې څه باندې ۴مېلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت مسوولان زیاتوي چې له څه باندې ۴۵۵زره راستانه شویو او بېځایه شویو سره د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.

د ملګروملتونو د نفوس صندوق اعلان کړی چې د «افغانستان ځانګړي اماني صندوق» په مالي ملاتړ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۴۷ زره او ۵۴۵ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي چې دغه خدمات د اومیندواره مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د کورنیو د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د هېواد په څو ولایتونو کې له ۲۸ ښځو سره د سلاموطندار موندنې ښيي چې ۱۶ دغو ښځو د خپلو اولادونو په روزنه او برخلیک کې رول نه دی لرلی.
د دغو ۱۶ ښځو له جملې ۸ هغو ویلي چې مېړه یې د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشورو کې رول نه دی ورکړی او ۸ نورو ویلي چې دغه رول د خپل مېړه د کورنیو له لوري ورڅخه اخیستل شوی.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې په کې د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی.
د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.