فاطمه: ژوند مې یوازې همدې تنور ته خاورې کړ

«دا تنور چې سوځي، یوازې مې همدې ته ژوند خاورې کړ. راځم ډوډۍ پخوم، لږ ډوډۍ مې ماشومانو ته هم وړم. دا هم ژوند دی.»

فاطمه چې شاوخوا پنځوس کلنه ښکاري، ديارلس کاله کېږي چې يوې ويجاړې شوې خاورینې کوټه کې پر جوړ تنور ډودۍ پخوي.

فاطمه هر سهار د کابل له لوېدیځ دشت‌برچي سیمې څخه پل‌سرخ ته راځي، څو د نورو لپاره د ډوډۍ په پخولو سره، د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

اقتصادي کمېسیون د «بام هرات» کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید کړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د «هرات بام» په نوم د تفریحي کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، وري ۱۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارډ افغانۍ پانګونه وکړي.

امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اماراتو ځانګړي استازي سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ، د ویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمه‌ييزو چارو خبرې شوې دي.

د ننګرهار نارنج‌ګل مشاعره؛ د هېواد او پښتونخوا شاعرانو پکې شعرونه واورول

په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه او کلنۍ مشاعره د هېواد د ګڼو ولایتونو د شاعرانو سربېره، د خېبرپښتونخوا څخه هم د یوشمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوه.

دا مشاعره چې د تېرو کلونو په څېر د پسرلي په لومړیو کې جوړه شوه، شاعرانو او ادبپالو په‌کې د شعر پر ژبه د نارنج‌ګل مشاعرې پر تاریخي ارزښت او د دودیزو مشاعرو پر اړتیاوو خبرې وکړې.

د اختر ورځو کې ۸۰ ټرافیکي پېښې؛ ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ ټپیان شوي

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې سږکال د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.

یاد ریاست نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سږکال د تېرکال په پرتله د کوچني اختر ورځو کې د ټرافیکي پېښو کچه ټیټه وه.

افغانستان کې تېرکال د ناچاودو توکو چاودنې له امله ۵۶۴ کسان وژل شوي

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې څانګه وايي چې افغانستان ک له جګړو پاتې ماینونه او مهمات د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد بنسټ دغه څرګندونې نن جمعه، وري ۱۵مه د «ماینونو خطر په اړه د عامه پوهاوي» نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

کورنیوچارو وزارت مرستیال: د نظام پایښت لپاره دې د ولس غوښتنو ته رسېدنه وشي

 لوګر کې د ا.ا رهبري د فرامینو د عملي‌کېدو او د ولسونو د یووالي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.

په جوړې شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د دغه ولایت یوشمېر ملکي او نظامي مسوولانو، علما‌و، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غزني په زوړ ښار کې د خلکو ژوند او پخوانیو دودونو ته لنډه کتنه

د غزني په زوړ ښار کې مې د دغه ولایت له یوه فرهنګي شخصیت سره خبرې وکړې. هغه سیمه چې د هستوګنې کورونه یې لوړ دیوالونه لري او د انسان ذهن له نن څخه سلګونه کاله وړاندې ژوند ته وړي. نوموړی په ​​ځانګړو ورځو کې د غزني د زوړ ښار د اوسېدونکو له‌خوا د سمنک، دکچې او نورو نذرونو د نیولو په اړه کیسه کوي.