د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې هر ساعت د زېږون پرمهال یوه مور مري

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستیاله مکتا شرما وايي چې هر یوه ساعت کې د زېږون پرمهال یوه افغان مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړې دغه څرګندونې نن دوشنبه، اپرېل اوومه، د عامې روغتیا وزارت له لوري کابل کې د روغتیا نړیوالې ورځې په نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

د لوګر چارواکي: چینایان دې د عینک مسو کان استخراج پیل کړي

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور عینکو کان کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د لوګر د مس عینک کان د قرارداد له مخې، ډېری ستونزې هوارې شوي او اړتیا ده چې (MCC) شرکت د حکومت او ولسي خلکو په غوښتنه د یاد کان عملي استخراج پيل کړي.

د کډوالو وزارت د راستنېدونکو اړتیاوو ارزولو لپاره تورخم ته پلاوی استوي

وروسته له هغې چې له پاکستانه په جبري توګه یوشمېر را اېستل شویو کورنیو له اسلامي امارته د سرپناه برابرولو او نورو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د کډوالو د اړتیاوو ارزولو لپاره تورخم ته پلاوی استوي.
د دغه وزارت پر اېکسپاڼه ویلي چې د افغان کډوالو د نوې جوپې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه د دغه وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته شوې.

د زعفرانو ټولنه: د هرات ۹۶سلنه زعفران بهر ته صادریږي

هرات ولایت کې د افغانستان د زعفرانو ټولنې مسوولان وايي، د دغه ولایت ۹۶ سلنه تولید شوي زعفران له هېواده بهر نړیوالو بازارونو ته صادریږي.

د دغې ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات وویل، دامهال د هېواد بازارونو کې د یو کیلوګرام زعفران بیه ۱۱۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږي.

تېرو ۵ ورځو کې له پاکستانه شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ اېستل شوي

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن سلام‌وطندار ته وویل، د اختر له ۴مې ورځې را په‌دې خوا، له پاکستانه د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ له پیلېدو راهیسې، ۶۷۵ کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې را اېستل شوي.
ورته وخت کې یوشمېر بیرته راستنېدونکې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له بد چلند او خپلو ستونزو شکایت کوي.

د ازبیکستان پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي نن (یکشنبه، وري ۱۷) سلام‌وطندار ته وویل، د ازبیکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکتور یوه پلاوي تېره ورځ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.
د هغه په وینا، یاد پلاوي نن یکشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.

د اسلامي امارت او ترکمنستان چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

د کانونو او پترولیم وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د ټاپي نل‌لیکې کمپنۍ اجراییوي رئیس مراد امانوف او نورو مسوولانو هرات کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه کړې.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او د دغې پروژې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.