ا.ا او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لپاره «ګډمیکانیزم» رامنځته کوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره یې، هغه هېواد چارواکو سره خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هوکړې ته رسېدلي، څو یو ګډ میکانیزم رامنځته شي او له مخې یې هېواد ته د کډوالو ستنېدو زمینه برابره شي.

کندوز کې د ملخانو د له‌منځه وړو لپاره کمپاین پیل شو

دوی زیاته کړه چې دا کمپاین د کندوز په پنځو ولسوالیو، چې چاردره، دشت ارچي، امام صاحب، اقتاش او قلعه‌زال شامل دي، د تخنیکي ټیمونو سره په همغږۍ او د ځانګړو تجهیزاتو په کارولو سره په څړځایونو او کرنیزو ځمکو کې د ملخانو د یرغل مخنیوي په هدف پیل شوی دی.

میدان‌وردګ کې درې ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري په مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو کې د دوی له څارنې وروسته درې ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

بلخ کې یوه ځوان په خپل نوښت د لوړپوړو ودانیو بڼه بدله کړې

۲۵کلن عاقل شاه بختیار له کوچنیوالي څخه د ودانیو او انجینیري پروژو سره لېوالتیا درلوده. هغه ته انجینیري یو مسلک نه‌، بلکې یوه هیله وه. نوموړي خپلو دې هیلو ته د رسېدو لپاره د بلخ پوهنتون له انجینیري پوهنځي د فراغت سند ترلاسه کړ، خو نه‌یې غوښتل چې یوازې انجینیر پاتې شي.

د افغانۍ ارزښت ساتنه؛ د افغانستان بانک سبا ۲۰میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا «پنجشنبه، وري ۲۱مه» د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۲۰ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، وري ۲۰مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا «پنجشنبه، وري ۲۱مه» ۲۰میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د پکتيا حوزوي روغتون کې لومړی ځل د تخصص پروګرام پيل شو

د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص عمومي مشر ډاکټر نثاراحمد نيازي وويل، د لومړي ځل لپاره یې تېره ورځ (سه‌شنبه، وري ۱۹) د پکتيا حوزوي روغتون کې پنځو برخو کې د تخصص پروګرام پيل کړ.

د تخصص دغه پروګرام په عمومي داخله، جراحي داخله، ماشومانو داخله، زېږون او اورتوپيدي برخو کې پیل شوی.

هغه زياته کړه چې د پکتیا حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام پيلولو څخه موخه د روغتيا برخې معیاري کول دي.

غیرانساني چلند؛ کډوالو وزارت: پاکستان دې د افغانانو اېستل ودروي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن «سه‌شنبه» وري ۱۹مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت له‌خوا د یوه ګډ میکانیزم پر بنسټ، د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د پرله‌پسې غوښتنو سره سره پاکستان بیا ه له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو پروسه پیل کړې ده.

د پوهنتون فارغان: ډېرې هڅې مو کړي خو د کار په موندلو نه‌یو بریالي شوي

بېکاري افغانستان کې د تحصیل کړیو ځوانانو پر وړاندې له جدي ننګونو شمېرل کیږي. له هغو ۱۹ ځوانانو سره چې تازه له پوهنتونونو فارغه شوي، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې له پوهنتون تر فراغت وروسته د دغو ځوانانو لپاره د کار هېڅ فرصت نه دی برابر شوی.
دغو ځوانانو ویلي چې د دندو پیدا کولو لپاره یې په وار وار دولتي او غیردولتي بنسټونو ته مراجعه کړې، خو نه دي توانېدلي چې کار پیدا کړي.

لوګر کې بې‌وزلي ګڼ‌شمېر ماشومان د زده‌کړو پر ځای درنو کارونو ته اړ کړي

۱۲کلن شفېع‌الله د اقتصادي ستونزو له امله د مرکز پل‌علم ښار په سبزي منډوي کې پر درنو کارونو بوخت دی.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې په سبزي مندوي کې په لاسي کراچۍ د خلکو درانه وزنونه له یوځای بل ځای ته لېږدوي او له دې لارې د ترلاسه شویو پيسو په وسیله د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي.

د فریلانس کار؛ افغان ځوانان: له رسمي دندې ډېر عواید لرو

په هېواد کې یوشمېر ځوانان د رسمي یا دایمي دندې ترڅنګ له ځینو شرکتونو او بنسټونو سره په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه مسلکي کار کوي.

 د یاو ځوانانو د شغلي وضعیت ارزونې لپاره سلام‌وطندار له ۳۰ ځوانانو سره چې رسنیو، انجینیري او ګرافیک برخه کې فعالیت لري، مرکې  کړې دي.

له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل؛ رییس‌الوزرا: د هېوادونو په زیان دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د سرپرست حکومت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غړو افغان کډوال سره د ناوړه چلند او جبري اېستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.

دغه غونډه کې افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د اصولو خلاف په جبري ډول د هغوی اېستل غندل شوي او دغه کړنه یې د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب حقوقو خلاف عمل بلل شوی دی.