پاکستان کې د افغان کډوالو اندېښنې؛ «د پولیسو له وېرې بهر نه‌وځوو»

اسلام‌اباد کې لمر راختلی؛ خو لاهم د افغان کډوالو لپاره د وېرې شپه ده. د ښار په تشو او ارامو کوڅو کې د پولیسو د موټرو غږ چې کور په کور د تلاشۍ لپاره ګرځي، اورېدل کېږي او د دې غږ په اورېدو سره، د افغان کډوالو وېره نوره هم زیاتېږي. د دې کوڅو له یوه کور څخه خیرمحمد د یوې نازکې پردې ترشا له کوره بهر ته ګوري.

رستم‌خېل: هېواد کې لاهم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې

د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل نن د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته وویل، تېر کال یې هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه کړې ده.
خو ده وویل، لا هم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې ده چې باید پاکاري شي.

پکتيکا کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي

د پکتیکا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې یاد ولایت کې درې کسان د انسان‌تښتونې او وژنې په تور نیول شوي دي.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له‌خوا یو کس د انسان‌تښتونې او دوه نور بیا د وژنې په تور نیول شوي دي.

مزارشریف کې د بولاني‌خرڅوونکو تود بازار؛ «د ورځې تر ۵۰۰۰ افغانۍ خرڅلاو لرم»

رحمت‌الله هره ورځ د مزارشریف ښار پر یوه سړک دودیز بولاني پخوي. هغه سلام وطندار سره خبرو کې وايي، په وروستیو میاشتو کې یې پلور دوه برابره شوی دی. د ده په باور، خلک د کمزوري اقتصادي وضعیت په دلیل رستورانت کې د ډوډۍ خوړولو پر ځای د سړک پر غاړه چمتو‌کېدونکو بولاني خوړولو ته مخه کړې چې په وینا یې، د دوی کاروبار ورسره ښه شوی.

حمدالله فطرت: پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه‌وراچوي

اسلامي امارت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاوې رد کړې چې کواګې وسله‌وال د یاد هېواد پر وړاندې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره کاروي.

نوموړي دغه ادعا پرون یکشنبه، وري ۲۴مه د انګلستان پلازمېنې لندن ښار کې خبریلانو سره د یوې خبري ناستې پرمهال کړې ده.

د راستنوشویو د کړاو کیسې؛ «۳ورځې بندي وم او پیسې یې راڅخه واخیستې»

له پاکستانه جبري ایستل شوي کډوال وایي، پاکستاني پولیسو د ناسم چلند ترڅنګ، لارو کې په بېلابېلو پلمو ترې په زور پیسې هم اخیستي.
محمد نور شاوخوا ۴۸ کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی او وایي، له ډیرو کلونو کار او روزګار وروسته پاکستان د کډوالۍ اصولو خلاف تش لاس په جبري ډول خپل هېواد ته را اړولی او ټوله شتمني یې ترې هملته ایساره کړې ده.

د ګلانو ساتنې ته پام؛ کرنیزکارپوهان: ځینې ګلان ورکېدو سره مخ دي

له ګلانو سره د خلکو لېوالتیا په انساني احساساتو او فرهنګ کې ژوره ریښه لري، ګلان نه‌ یوازې چاپېریال ته ښکلا وربښي، د مینې، ملګرتیا او هیلو سمبول هم ګڼل کېږي.

له دې سره هېواد کې یوشمېر ځوانان په دواطلبانه توګه د ګلانو ساتنې او د مړاوي کېدو مخنیوي لپاره فعالیتونه کوي او لامل یې، د انسانانو پر روح او روان د ګلانو مثبتې اغېزې بولي.

افغانانو سره د پاکستان ناسم چلند؛ امیرخان متقي د وضعیت د بدلون غوښتنه کړې

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان کډوالو په جبري اخراج او ورسره په نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی دی.

پکتيا کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق‌ په تور نیول شوي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په زرمت ولسوالي کې د نشه‌يي توکو دوه  قاچاق‌وړونکي نیولي دي.

د پکتـيا امنيه قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پرضد منسوبينو په زرمت ولسـوالي کې د یو کشفي راپور پربنـسټ دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیولي.