پکتیکا کې په ۲.۷ میلیونه افغانۍ سربند او استنادي دیوال جوړېږي

پکتیکا کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سربند او استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا د اوبو او انرژي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي کې د يوه سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د ۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسوولانو او یوشمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د هډوکو ورستېدل او د حافظې کمزورتیا د زړو ښځو ژوند ګواښي

 د عمر په ډېرېدو سره، د انسان په وجود کې بېلابېل ډوله فزیکي او روحي بدلونونه راڅرګندیږي چې ځينې دغه بدلونونه د جدي ناروغیو لامل کیږي. د هډوکو ورستېدل، د ملا ډیسک او د حافظې کمزورتیا د زړو ښځو ترمنځ عامو ناروغیو څخه شمېرل کیږي.

کابل کې د یوشمېر مېرمنو د ګاڼو او سینګارتوکو د جوړولو کم‌ساری هنر

دلته د کابل ښار په «شهرارا» سیمه کې د «احمدي» په نوم د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو کارځای دی؛ چېرې چې یوشمېر ښځې د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو لپاره پر کار بوختې دي.

یوشمېر زیارکښې ښځې د ګاڼو جوړولو په یوه کوچني مرکز کې سره راټولې شوي او په خپلو ځانګړو مهارتونو سره له قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو زینتي ګاڼې جوړوي.

بهرنیو چارو وزارت: د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه‌ده

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قصاص حکم د تطبيق په اړه د يوناما څرګندونې چې قصاص په‌کې د ژوند حق خلاف بلل شوی او د دغه حکم د لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه عمل دی.
د دغه وزارت په وینا، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه‌زغم عمل دی چې بايد راتلونکې کې ترې ډډه وشي.

ذبیح‌الله مجاهد: نن کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کیږي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، نن (چهارشنبه، وري ۲۷) کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې «JCC» ګډه غونډه ترسره کیږي.
په دې غونډه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.

کندوز کې په ۷.۵ میلیونه افغانۍ د لوړتناژ تله ولګول شوه

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کندوز په اړوند سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوړتناژ تله ولګول شوه.

دغه تله د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالي اړوند دشت‌ابدان سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او سړک خرابېدو مخنیوي لپاره لګول شوې ده.

د محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

هغه لیکلي چې دغه غونډه له اوږدې مودې وروسته ترسره کېږي.

اسلامي امارت تراوسه د دغه پاکستاني پلاوي د سفر موخې په اړه څه نه دي ویلي

کډوالۍ نړیوال سازمان: دوو کلونو کې ۲نیم میلیون کډوال افغانستان ته ګرځېدلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی ویلي، د ٢٠٢٣ کال له سپټمبر څخه د روان ٢٠٢٥ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۲.۴۳ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ګرځېدلي دي.
د دغه سازمان په وینا، دغه موده کې یې تر یو نیم میلیون ډېرو راستنېدونکو سره مرسته کړې.

پاکستان کې د افغان کډوالو اندېښنې؛ «د پولیسو له وېرې بهر نه‌وځوو»

اسلام‌اباد کې لمر راختلی؛ خو لاهم د افغان کډوالو لپاره د وېرې شپه ده. د ښار په تشو او ارامو کوڅو کې د پولیسو د موټرو غږ چې کور په کور د تلاشۍ لپاره ګرځي، اورېدل کېږي او د دې غږ په اورېدو سره، د افغان کډوالو وېره نوره هم زیاتېږي. د دې کوڅو له یوه کور څخه خیرمحمد د یوې نازکې پردې ترشا له کوره بهر ته ګوري.