د اسلامي امارت او چین چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د یکشنبې په ورځ کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ سره لیدلي.

دغه لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو زیاتولو په اړه بحث او خبرې کړي.

د ملا برادر او قزاقستاني پلاوي لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو خبرې کیږي

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن مخکې له غرمې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې به د دواړه لوري د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ، د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه خبرې وکړي.

له کابله ارومچي ته اونۍ کې د اریانا افغان هوايي شرکت د دویمې الوتنې پیلېدل

د اریانا افغان هوايي شرکت مشر ویلي، تر دې وروسته به هره اونۍ د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه د چین ارومچي ښار ته دوه الوتنې ترسره کوي او دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا لپاره شوی دی.
د هغه په وینا، د چین ارومچي ښار ته اونۍ کې دوه ځلې الوتنې به د سوداګرو ننګونې راکمې کړي.

حنفي محتسبینو ته: موبایل مه استعالموئ او تسبېح پرېږدئ

هغه وویل: «له تاسو مې یو خواهش دا دی چې د خپل وظیفې او رسمي وخت کې موبایلونه مه استعمالوئ، قدرمنو علماو کرامو، ځکه مروویت نه هم خلاف دی او خلکو باندې هم ستا اثر ښه نه‌وي، بدلېږې. په چهارراهي کې ولاړ یې، خلک ګرځي راځي، ماو تا سپین چپن اچولي وي او هلته موبایل ګورو، امربالمعروف بیا چاته کوو.»

د سلام‌وطندار موندنې؛ ۷۹.۵سلنه افغانان د کډوالي انګېزه لري

د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې له ۴۰۰ نجونو او هلکانو سره د سلام‌وطندار د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۷۹.۵ سلنه دغه ځوانان د کډوالۍ انګېزه لري. دغو ځوانانو ویلي چې خپلو موخو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره، نورو هېوادونو ته د تلو په فکر کې دي.

نظرپوښتنه کې راغلي چې بېلابېل دلیلونه لامل شوي چې دوی د کډوالي په فکر کې شي.

د عرفان کتاب‌ځای؛ هغه چاپېریال چې د کتاب‌لوستلو فرهنګ ژوندي ساتلو هڅه کوي

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې هغه ځای ته راغلي یوو چې ارامه فضا لري او د کتابونو او تازه جوړې شوې قهوې بوی په‌کې احساسېږي.

د عرفان په نوم کتاب‌ځای؛ د کتاب مینوالو لپاره ارامه فضا رامنځته کړې او هغه ځای دی چې د کتاب لوستلو فرهنګ یې ژوندی ساتلی دی.

رییس‌الوزرا د پاکستان لومړي وزیر مرستیال سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره لیدلي.
دغه کتنه کې دواړو لورو په امنیتي، سوداګریزو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په ګډون پر ګڼو دوه اړخیزو مسایلو بحث او خبرې کړي دي.