راستنې شوې مېرمنې: مرستو ته سترګې پر لار یوو؛ کډوالو وزارت: امکانات برابر شوي

سلام‌وطندار د هېواد ۱۱ولایتونو کې له ایران او پاکستان بېرته راستانه شویو ۳۹ مېرمنو سره د دوی د ستونزو په تړاو مرکې کړې دي.
دې مرکو کې یادو مېرمنو ویلي، د ژوند له بېلابېلو کړاونو سره مخ دي. د مېرمنو له ډلې یې، ۲۲ له ایران او ۱۷ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوي چې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو نشتوالي او نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د کابل ښار پاکولو لپاره عمومي حشر پیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښاروالي او د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو په همکاري نن پنجشنبه، غويي څلورمه د ښار پاکولو په موخه له شپږمې ناحیې څخه عمومي حشر پیل کړ.

مسوولان د دغه حشر له پیل څخه موخه د پاک چاپېریال خوندي ساتل دي.

پکتيکا کې په ۱۸ میلیونه افغانۍ درېوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې رياست څخه نن پنجشبنه، غويي ۴مه، په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، ابتدایه، لاړ ابتدایه او لواړګې اډه ابتدایه هغه ښوونځي دي پخوا يې ودانی نه درلودې، اوس يې د ودانیو جوړولو کار پیل شوی دی.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره راتلونکې شنبه، غويي شپږمه، ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (پنجشبنه، غويي ۴مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې «شنبه، غويي ۶مه» ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د فقر سیوری؛ د مطالعې دود څنګه ساتل کېدای شي؟

کابل کې کتاب‌لرونکي او کتاب‌پلورونکي وايي چې ټولنه کې ډېر کم کسان د کتاب لوستلو ته مخه کوي او وروستیو کلونو کې د کتاب لوستلو دود د پاوړ کم کمرنګه شوی دی.

یوشمېر ځوانان وايي، هڅه کوي چې د کتاب لوستلو دود ته وده ورکړي او د هېواد له فرهنګي ريښو ساتنه وکړي. که څه هم  نوموړي هیله درلوده چې دا چاره به یې، ګټوره وي، خو ټولنه کې د واکمن فقر له امله اغېزمنه نه‌وه.

امیرخان متقي: مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کوو

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو یې خبرې کړي.
امیرخان متقي ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به نږدې راتلونکې کې مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کړي.

له زده‌کړو محرومیت؛ بدخشان کې نجونو ځانته کاري فرصتونه برابر کړي

د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته، بدخشان کې د پوهنتون یوې زده‌کړیالې د فیض‌اباد ښار په یوه څنډه کې د جامو او د ښځو وسایلو پلورنځي پرانېستلو سره، نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې. هغې د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال زده‌کړیاله وه چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو.

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنه وده کړې

نړیوال بانک یوه تازه راپور کې ویلي، د نړیوالو مرستو کمېدو سره سره، د افغانستان اقتصاد په تدریجي ډول د ښه کېدو په حال کې دی.
راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنې وده کړې ده.
همداراز، راپور کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې کچه ۲.۲ سلنې اټکل شوې ده.

حوثیانو پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي

د اسراییلو پوځ وايي چې یمن کې د حوثي ډلې د دوی پر شمالي سیمو کم‌ساري پراخ توغندیز بریدونه کړي دي.

حوثي ډلې په دې بریدونو کې د اسراییلو شمالي سیمې په بالېستیک توغندیو وېشتلې دي.

عدلیې وزارت سرپرست: ځینې شرکتونه په جعل‌کارۍ بې‌کیفیته درمل واردوي

د عدلیې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي د درملو شرکتونو له یوشمیر مسوولانو سره لیدلي.
هغه دغه ناسته کې ټینګار کړی چې بې‌کیفیته او تاریخ تېره درمل له بېلابېلو لارو د شرکتونو په واسطه بازار ته واردېږي چې دغه موارد خیانت ګڼل کېږي او د بښلو وړ نه دی.

په تېرو درېوو اوونیو کې له پاکستانه څه باندې ۱۰۰زره افغانان راستانه شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرو درېوو اوونیو پرمهال څه باندې ۱۰۰زره افغانان یې، بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې روانه اپرېل میاشت کې تر دې مهاله ۱۰۰زره او ۵۲۹ کسانو دغه هېواد پرېښی او افغانستان ته ستانه شوي دي.