میدان‌وردګ کې د ۲۳هستوګنیزو بلاکونو پروژ بېرته پيلېږي

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د پلان شویو ۲۳ هستوګنیزو بلاکونو د فعالولو هڅې پيل کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني میدان‌وردګ ته د یوه سفر په ترڅ کې ویلي، هڅه کوي د وزارت اړوند په میدانښار کې ۲۳ بابه هستوګنیز بلاکونو پروژه له سره پيل کړي.

د غزني اوسېدونکو په خپل لګښت درېوو کلونو کې لسګونه پروژې پلي کړي

په تېرو درېیوو کلونو کې د غزني اوسېدونکو له‌خوا د روغتیا، پوهنې، کرنې او نورو زیربنایي برخو کې له ۵۰ زیاتې ټولییزې پروژې پلي شوي او دغه بهیر لاهم روانه دی.

دغه موده کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸ ښوونځي، ۱۴ دیني مدرسې، ۱۰ روغتیايي مرکزونه، اووه مخابراتي شبکې او پنځه د اوبو بندونه جوړ شوي دي.

کونړ کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي، د ناړۍ ولسوالي بریکوټ سیمه کې د یوې مرستندویې موسسې په مالي همکاري، د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه  استنادي دیوال ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی. د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکی ملک شیرزمن وایي، ورته پروژې دې تطبیق شي، څو د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه له سېلابونو څخه خوندي شي.

د پکتيکا ګيان کې په ۷.۸ ميليونه ډالرو زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ شوي

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کورونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» په مالي ملاتړ رغول شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو کورونو ترڅنګ يو روغتون او ښوونځی هم جوړ شوي دي.

خوست کې دوه درمل‌پلورونکي د نشه‌‌يي ګولیو د پلور په تور نیول شوي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه‌ لرونکو ګولیو د پلور په تور دوه درمل پلورونکي نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن دوشنبه، غويي ۲۲مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

هلمند کې د ۲۴ساعتونو پرمهال ۶۸زره لیټره شیدې تولیدېږي

د هلمند په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کي له لښکرګاه تر ناوې، نهر سراج، ګرمسېر، سنګین، مارجه او نادعلي پورې د شیدو د تولید فارمونه فعال دي.

 ډېری دغه فارمونه د خصوصي سکتور له‌خوا جوړ شوي چې په دودیزه توګه په‌کې غواګانې روزل کېږي.