ګوترش له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې. ګوترېش له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. ده ټینګار کړی چې دواړه لوري باید خپلو نړیوالو ژمنو په ځانګړې توګه د ملکي وګړو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

دفاع وزارت: غچ‌اخیستونکو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

د دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پر پاکستاني لوري د اسلامي امارت غچ‌اخیستونکو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي.
په دغو عملیاتو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې ونیول شوې.
خبرپانه کې ویل شوي چې یاد بریدونه پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته څېرمه د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په پاکستاني ځواکونو ترسره شول.

د کابل خبرداری؛ اسلام‌اباد امنیتي تدابیر سخت کړي

نږدې پنځه ورځې وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل، پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ځواکونو د تېرو دوو ورځو پرمهال په څو ځایونو کې په پراخو او محدودو نښتو کې ښکېل شوي دي.

روژه او اومېندوارې مېرمنې؛ «غوره ګڼو چې ټوله روژه ونیسوو»

که څه هم ډاکټران د اومېندواره او شیدې ورکوونکو مېرمنو له لوري د روژې نیول په ځینو شرایطو کې ګواښونکي بولي، خو مېرمنې وايي، غوره ګڼې چې روژه بشپړه ونیسي.

د نسايي-ولادي برخې متخصصه زرغونه محبت سلام‌وطندار ته وايي چې د اومېندوارۍ له څلورې میاشتې وروسته د روژې نیول، د ماشوم او مور لپاره کمزوري او روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.

«بې‌زویه کور نیم‌ګړی دی»؛ د هغو نجونو کیسه چې ورور نه‌لري

سلام‌وطندار د هېواد په لسو  ولایتونو کې له ۳۶ نجونو سره د مرکو پرمهال موندلې، هغه مېرمنې نجونې چې د کور نارینه نه‌لري، د کورنیو اقتصادي بارونه پر اوږو وړي او تر رواني فشار سربېره، د کورني تاوتریخوالي او جوړښتي سپکاوي سره هم مخ دي.

نعیم‌الحق حقاني خبریالانو ته: که ادارې معلومات نه شریکوي، موږ سره اړیکه ونیسئ

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس نعیم‌الحق حقاني وایي، اسلامي امارت هېواد کې د رسنیو د فعالیت لپاره منظم میکانیزم لري او په وینا یې، که کومه دولتي اداره خبریالانو سره معلومات نه‌شريکوي، له دوی سره دې اړیکه ټينګه کړي.

سیف‌الاسلام خیبر: بهرمېشتې افغان مېرمنې د مهر لپاره موږ ته مراجعه کوي

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي چې د وروستیو کلونو پرمهال ګڼ‌شمېر بهر مېشتو افغان مېرمنو د خپل مهر د اخیستلو لپاره دغه وزارت ته مراجعه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې له بهر څخه ګڼ‌شمېر مېرمنې د خپل مهر ترلاسه کولو په موخه یاد وزارت سره خپل شکایتونه ثبت کړي دي.

د کونړ زلزله؛ لاهم زرګونه ماشومان تر خېمو لاندې ژوند کوي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې د افغانستان ختیځ کې د مرګونې زلزلې څخه  د شپږو میاشتو په تېرېدو سره هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په کونړ کې لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي.

دې سازمان نن پنجشنبه (کب اوومه / ۲۶ فبروري) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې کورونه او ښوونځي تر اوسه نه‌دي رغول شوي او د بیارغونې د پیل لپاره کوم څرګند مهالوېش هم شتون نه‌لري.

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي

د پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي، د ښار د هوني‌سفلی په سیمه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پیل شوې دي.

له پل‌علم ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژه کې د درې کیلومتره سړک جوړول، د ۵۵۰ متره ویالې کیندنه او جوړول، د اووه متره سور سړک رغول او همدارنګه د ۱۵ پل‌چکونو جوړول شامل دي.

جبري او کم‌عمر کې ودونه؛ د ښځو په راتلونکي ژوند کې د کړاوونو پیل

سره له دې چې د فاریاب ولایت د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست مسوولان چې د نافذو احکامو له مخې، د ماشومانو د اجباري او کم‌عمر کې د ودونو مخنیوی کوي، خو دغه راپور کې مرکه شوې ښځې وايي چې د واده حق په اړه د نه پوهاوي او ټولنیزو فشارونو له امله اړ شوي چې کم‌عمر کې جبري ودونو ته غاړه کېږدي.

عکاس هارون درد: غواړم د ټولنې ناخوالې او ښکلاوې انځور کړم

هارون درد هغه ځوان دی چې هڅه کوي د کمرې له لارې د خپلې ټولنې ښکلاوې، ستونزې، ښکلاوې او ورځنی ژوند انځور کړي او خپل هنر تر نورو ورسوي.
هغه باور لري چې تصویر کولی شي د ژبې په پرتله ژور پیغام انتقال کړي او د ټولنې واقعي حالت څرګند کړي. هارون درد وایي، ډېری وخت د غرونو، سیندونو او د لمر لوېدو شېبو عکاسي کوي او ثبتوي.

مولوي نورالله نوري: د سر په بیه به د خاورې ساتنه کوو

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري وايي، د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر په بیه کوي.
هغه تېره ورځ له سرحدي ساتونکو سره لیدنه کې ویلي، د دې خاورې ساتنه د اسلامي قلمرو د حدودو ساتنه ده.
نورالله نوري زیاته کړه چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هیڅ ډول غفلت ونه‌شي.