له هرات څخه اروپايي هېوادونو ته ۲۵ ټُنه اچار صادر شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه نن «دوشنبه، غبرګولي پنځمه» د یوه تولیدي شرکت له لوري ۲۵ ټُنه اچار اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شول.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال دغه ګام ستایلی او ټينګار یې کړی چې د صادراتو برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

چارواکي: د میدان‌وردګ اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ شخړو ته اجازه نه‌ورکوو

د میدان‌وردګ ولایت مقام کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو د شخړو د حل کمېسیون غونډه جوړه شوه چې په دغه غونډه کې په جلرېز، بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د ځايي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې.

د ځان‌بسیاینې هڅې؛ تخار کې یوه مېرمن لسګونه ښځو ته خیاطي ور‌زده‌کوي

تخار کې یوې ښځې د خیاطي کارخونې په جوړولو سره لسګونو بې‌وزلو او بې‌سرپرسته ښځو او له زده‌کړو پاتې نجونو ته د خیاطي د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسووله زهره ارین وايي، خوشحاله ده چې توانېدلې د هغو ښځو او نجونو لپاره د خیاطي د زده‌کړې زمینه برابره کړي چې په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ نه‌لري.

له امکاناتو پرته عدالت‌غوښتنه؛ افغانستان کې د ښځو د حقونوفعالینو نه ستړې‌کېدونکې هڅې

د هېواد بیلابیلو برخو کې د ښځو د حقونو له ۱۲ فعالانو سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې دغو ښځو د بودیجې نه‌شتون، د ملاتړو ادارو تړل‌کېدو او د کورنیو او ټولنیزو فشارونو ترڅنګ، د محرومو ښځو لپاره د عدالت غوښتو ته دوام ورکړی. دوی سره له دې چې امکانات نه‌لري، خو خپلې هیلې یې له لاسه نه‌دي ورکړي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

هلمند کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې په بُست ولایتي روغتون کې پرون «یکشنبه، غبرګولي ۴مه» یوې مور پنځه ماشومان زېږولي دي.

د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مسوول میرولي راحل سلام‌وطندار ته ویلي چې زېږېدلي ماشومانو کې درې هلکان او دوه نجونې دي.

د میدان‌وردګ د چک بند تفریحي سیمه کې سیلانیانو ته هوټل جوړېږي

د دغه ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل د جوړېدو لپاره رسما سروې د «هوټلونو د امارتي شرکت» د مسلکي ټیم لهخوا  پيل شوې او ټاکل شوې چې په دې سیمه کې به د ودونو تالار، رستورانت او هوټل ترڅنګ د سیمې خلکو او سیلانیانو لپاره ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

غزني کې د پلاستیک د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

غزني کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره یوې تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ.
دغه فابریکه کې چې تېره ورځ يې فعاليت پیل کړی، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
د صابر غني‌زاده په نوم د دغې تولیدي فابریکې مسوول سمیع‌‌الله غني‌زاده وویل، ٢٤ ساعتونو کې د ٣ ټنه پلاستيکي کڅوړو او ښیښه‌ای پلاستیک د تولید ظرفیت لري.

بولاني خرڅوونکې مېرمن: غوښتل مې اولادونه مې پلار ولري، خو خدای ترې واخیست

ټکنده غرمه ده او د کابل ښار پر سړکونو د تودوخې څپې خورې دي، خو دا سوځنده ګرمي د سیما د زړه له دردوونکو کړاوونو ډېرې سختې نه‌دي.

که څه هم سیما د خپل مخ نیمایي برخه په ماسک پوښلې؛ خو د تندي کرښې او د جامو زوړ رنګ یې د هغې د ژوند د سختیو کیسه بیانوي. سيما کابل ښار کې بولاني پلورونکې ده.

د کونړ د دوو ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې

د کونړ مسوولان وایي چې تېره پنجشنبه د دې ولایت په څوکۍ ولسوالي او نن یکشنبه د ماڼوګۍ ولسوالي په کلایګل سیمې ځنګلونو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده. دغه اورلګېدنه چې شاوخوا ۲۸ هکتاره ځنګل په‌کې سوځیدلی، د ځایي خلکو او ولسوالي د مسوولانو له لوري مهار شوی دی.

روسیې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره WFP سره مرسته کړې

روسیې د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره، هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP سره بشري مرسته کړې.
د مرستو دغه چوپه کې ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه شاملیږي چې نن شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوې.
مزار کې د روسیې کنسول د دغو مرستو د سپارلو پرمهال افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی

د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش  هکټاره ځنګل سوځولی دی.

د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

سوېل ختیځ زون کې سبا د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د سوېل ختيځ زون په څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست کې به ۱،۳ ميليونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.

د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې  پکتيا کې به ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي.