
د سلاموطندار نظرپوښتنه؛ یوازې ۲۰سلنه ځوانان افغانستان کې ځان خوښ بولي
د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له ۵۰۰ ځوانانو سره د سلاموطندار د سروې پایلې ښيي چې ډېری ځوانان د غم او خوښۍ منځنی روحي وضعیت لري.
په دې نظرپوښتنه کې د ځوانانو د خوښۍ کچه د مقاس په توګه له لسو نمرو اټکل شوې ده. د سروې ګډونوالو د خوښۍ احساس له یوه تر لسو په ټاکلو مشخص کړی دی؛ داسې چې یوه نمره د خوښۍ تر ټولو ښکته کچه او لس نمرې د خوښۍ تر ټولو لوړه کچه ښيي.














