د متقي او ترکیې سفیر لیدنه؛ دوه اړخیزې اړیکې مخ پر وده بلل شوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن دوشنبه کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوه اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.

له وطن لرې کډواله؛ «د شپې په یوازیتوب کې د کابل په اړه فکر کوم»

له خپل کور، کلي او هغې خاورې لرې چې په‌کې زېږېدلې، ورځ د یوازیتوب په احساس سره پیلوي. ۲۵‌کلنه سارا کابل کې رالویه شوې، خو نږدې څلور کاله وړاندې هېواد کې د سیاسي نظام له بدلېدو وروسته کاناډا ته کډواله شوه او اوس له ډېرو سختیو او هڅو وروسته توانېدلې چې له یوې نوې نړۍ سره ځان بلد کړي.

د روسیې لپاره د افغانستان نوماند سفیر منلو یادښت متقي ته وسپارل شو

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره ليدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره ورځ (یکشنبه، جوزا ۱۱) پر اېکسپاڼه ویلي چې دغه کتنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو په نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو هوکړو او په دوه اړخیزو کاري کمېټو بحثونه وشول.

لوګر کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مخابراتو او انټرنټې خدماتو څخه د څارنې او پياوړتیا لپاره سفر کړی دی.

حقاني د لوګر په مقام کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې سږکال د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي.

غور کې یوې مېرمنې او خاوند قران‌الکریم خامک دوزي کړی

غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قران‌الکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی.

دې جوړې همداراز نور لسګونه دیني اثار هم په لاس لیکلي او خامک دوزي کړي یې دي. دوی له مسوولانو غواړي چې هنري کارونو ته ارزښت ورکړي او اثار یې، ملي او نړیوالو نندارتونونو ته وړاندې کړي.»

ولې باید انټي‌بیوټیک په خپل‌سري توګه ونه‌کاروو؟

انټي‌بیوټیک یا د مکروب ضد درمل هغه درمل دي چې باکتریا وژني؛ خو د روغتیاپالانو په وینا، ناسم کارول یې نه یوازې درملنې سره مرسته نه‌کوي؛ په اوږد‌مهال کې کولای شي، بدن د دې درملو پر وړاندې مقاومت وکړي.

کابل کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر قیس قیومي سلام‌وطندار ته وايي: «په خپل سري توګه د هر ډول درملو کارونه، زیانه لري. د انټي‌بیوټیک ډېر کارول، ښايي ډېر چټک غبرګونونه ولري او د ناروغ د مړینې لامل شي.»

نژدې څلورو کلونو کې شاوخوا ۵میلیون افغانان هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، تېرو نژدې څلورو کلونو کې له کله چې اسلامي امارت بیا ځلې واک ته رسېدلی، څه باندې ۵ میلیون کسان له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راګرځېدلي.

دوی وویل، د بیرته راستنېدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه دغه وزارت لنډمهاله جامع پروګرامونه عملي کړي او اوږدمهاله پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري.

متقي او اسحاق‌ډار د سفیر کچې ته د اړیکو لوړول مثبت ګام بللی

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو په اړه ټيليفوني خبرې کړي.
دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو کابل او اسلام‌اباد کې د سفیر کچې ته د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې پړاوونه یې ژر ترسره شي.