محمد نبي عمري: هڅه کوو چې هېواد کې بيا جګړه ونه‌شي

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال محمد نبي عمري وايي، ولس سره په ګډه هڅه کوي چې دې وطن ته بيا جګړه رانه‌شي. هغه تېره ورځ د خوست اسماعيل‌خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د یوې ديني مدرسې دستاربندۍ مراسمو ته ویلي، نړۍ او اوس په دې هڅه کې ده چې هېواد کې اوسنی نظام ونړوي او پر ځای يې د خپلې خوښې غیر شرعي نظام قايم کړي.

د ملاتړ نه‌شتون او اقتصادي فشارونو کونډې ښځې له اساسي حقونو بې‌برخې کړي

په تېرو لسیزو کې افغانستان کې د جګړو او وسله‌والو نښتو له ډېرېدو سره، د کونډو ښځو شمېر په څرګند ډول زیات شوی.

دغه ښځې چې ډېری یې د کور سرپرستې او د کم‌عمره ماشومانو مېندې دي، د مېړه خپلوانو سره د بیا واده کولو په دلیل، تر ډېره له ټولنیزو فشارونو او له خپلو ماشومانو د بېلېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کاري او تحصیلي ویزو دروغجنې ژمنې؛ د افغان ځوانانو پیسې څه شوې؟

له ۲۰ ځوانانو (۱۳ هلکانو او ۷ نجونو) سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې دغو ځوانانو د کار او تحصیلي ویزې ترلاسه کولو لپاره د کاري او تحصیلي مشاورې په نوم دفترونو ته مراجعه کړې او پیسې یې مصرف کړي، خو هېڅ ډول کاري یا تحصیلي خدمات یې نه دي ترلاسه کړي.

جاپان د افغانستان روغتیايي برخې سره ۳ میلیون ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیون ډالره مرسته کړې.

دغه بنسټ نن پنجشنبه جدې ۲۵مه / جنوري ۱۵ یوه اعلامیه کې ویلي، دا نوې مالي مرسته به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ولګول شي.

د بدخشان د ارګو او دراېم اوسېدونکي: د ریزکان سړک دې جوړ شي

د بدخشان د ارګو او دراېم ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ریزکان سړک د خرابوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د دغه سړک د ژر تر ژره بیارغونې غوښتنه کوي.

حمیدالله چې د ارګو ولسوالي اوسېدونکی دی، «سلام‌وطندار» ته وايي، دا سړک له کلونو راهیسې په خراب حالت کې دی او تر اوسه پرې هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی. د هغه په وینا، خلک اړ کېږي چې ساعتونه په لاره کې بند پاتې شي.

د متقي او د یوناما سرپرستې لیدنه؛ د دوحې کاري ګروپونو پر فعالیتونو بحث شوی

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمدتکل سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه لیدنه کې متقي، مقابل لوري ته یادونه وکړه چې اسلامي امارت د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو په مقابل کې بیا نور اړخونه په دې نه دي بریالي شوي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو په اړه د پام وړ لاسته راوړنې ولري، نو لازمه ده چې نور مسوول لوري هم اغېزمن ګامونه واخلي څو پرمختګونه محسوس شي.

بلخ کې په ۱۹میلیونه افغانیو د چورګوړو تولیدي کارخونه جوړه شوې

په بلخ کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه پانګه‌وال له لوري د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د چورګړو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده.

یاده کارخونه د چرګانو د غوښې د بازار د اړتیاوو پوره کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه او هم‌مهاله له پاکستان سره د لارو له تړل‌کېدو وروسته جوړه شوې ده.