
ترکیه کې ۱۸ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي
ترکي پولیسو ویلي چې د «چاناکقلعه» ښار سواحلو ته نژدې یې ۱۸ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي. د «سيانان» اژانس ترکي برخې نن (یکشنبه، جوزا ۱۸)

ترکي پولیسو ویلي چې د «چاناکقلعه» ښار سواحلو ته نژدې یې ۱۸ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي. د «سيانان» اژانس ترکي برخې نن (یکشنبه، جوزا ۱۸)

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، ډنډپټان ولسوالي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله یو ١٢ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او

د ایران د استازو جرګې د کورني کمیسیون غړي علياصغر نخعيراد ویلي، تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون ناقانونه افغانان له ایرانه اېستل شوي.
هغه تېره ورځ (شنبه، جوزا ۱۷» یوې خبري غونډې ته ویلي، که څه هم دغه شمېر افغان کډوال اېستل شوي، خو یوشمېر نور په قانوني او غیرقانوني ډول ایران ته ورغلي دي.

د «مرسي کورپس» په نوم غیر دولتي سازمان راپور ورکړی چې کابل کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه د پام وړ ډېره ده او تقریبآ د دغه ښار تر نیمايي څاګانې وچې شوي.
ګاردین ورځپاڼې د مرسي کورپس سازمان په خبره راپور ورکړی چې کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله اوبو ته لاسرسی کم شوی.

شیخ هبتالله آخندزاده کندهار کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې ویلي، امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د فلسطینيانو قاتله ده.
هغه دغه وینا کې ویلي: «ما خو دلته ښځو ته عزت او پرده ور په برخه کړه، بد اخلاقمي مې ختمه کړه، تا خو فلسطین کې د ښځو او ماشومانو په سر ټوپک نیولی، له منځه یې وړې، ماشومان د مور په غېږ کې وژنې، دا ستا عزت دی.؟»

د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخند نن ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته، د اختر مبارکۍ ترڅنګ وویل، امن او شرعي نظام د الله نعمت دی او پر علماوو لازمه ده چې د دې اسلامي نظام ساتنه او دفاع وکړي.
رییس الوزرا وويل، «سره له دې چې ستونزې شته، خو بايد ويښ واوسو، علماء او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي.»

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.
د سلاموطندار راډیو تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.
د اختر په لومړۍ ورځ افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي.

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د امنيه قومنداني اړوند امنیتي او کشفي بنسټونو له نورو نظامي ارګانونو سره یوځای په ښار او ولسوالیو کې د لوی اختر د مراسمو ښه ترسرهکېدو په موخه منظم امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د اختر ورځو پرمهال یې، هېواد کې د بشپړ امنیت ټينګښت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.
د عامه نظم پولیسو ریاست د مطبوعاتو دفتر د راپور له مخې، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د هر ډول امنیت ضد پېښو د مخنیوي او د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي او جدي تدابیر نیول شوي دي.

د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ۲۱ مثبتو پېښو ترڅنګ ۴۱ مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس نیازمحمد مخلص نن جمعه، غبرګولي ۱۶مه سلاموطندار ته وویل چې دغه پېښې د وروستیو اوونیو پرمهال کاپیسا کې ثبت شوي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ۱۳ کسان د کبانو ښکار پرمهال نیول شوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کسان په مارجې، ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو کې نیول شوي. په هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل لهمنځه تلو مخنیوي په موخه د کبانو پر ښکار بندیز لګېدلی دی.

هرات کې د نسايي او ولادي برخې یو شمېر متخصصان سلاموطندار ته وايي، دغه ولایت کې ځینې ښځې د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه د

د جون پنځمې د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې سره هممهاله، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما خبرداری ورکړی چې افغانستان د چاپیریال ساتنې په ځانګړې توګه پلاستیک څخه رامنځ ته کېدونکې ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تلو او د اوبو سرچینو کمېدو په څېر جدي ننګونو سره مخ دی.
یوناما ویلي چې د افغانستان له طبیعت څخه د ساتنې لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.

هرات چې حاصلخېزه ځمکې او نسبتاً مناسب اقلیم لري، تل د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو شمېرل کیږي. په تېرو کلونو کې، د کورني تولیداتو

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي سره لیدلي. د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه،

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي.
امیر خان متقي ټینګار کړی چې اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته دې د اسلامي امارت لاسرسی ممکن شي، ترڅو هغوی ته د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د دوی حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو دفاع وشي.