د اوزبیکستان ولسمشر او نورالدین عزیزی لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سره لیدلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ ناوخته (چهارشنبه، جوزا ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا خبرې کړي.

روان کال د ناچاودو توکو ۶۵ پېښې؛ ۲۸ کسان مړه او ۱۱۰ ټپیان شوي

د طبیعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانستان لاهم له د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پراخه سیمه یې، پر ناچاودو توکو پوښلې ده.

د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې هېواد کې د تېرو جګړو څخه د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د ۶۵ چاودنو په پایله کې ۱۳۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

هالو ټرسټ: ۶.۴ میلیون افغانان اوس هم د ماینونو خطر سره مخ دي

د «هالو ټرسټ» د ماین پاکۍ موسسې ویلي، افغانستان د نړۍ په سطحه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.
د ماین پاکۍ دغې موسسې تېره ورځ (سه‌شنبه، جوزا ۲۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.

د اختر درېیمه؛ د ځاځي‌اریوب سپینې شګې پارک ته ۳۰زره سیلانیان ورغلي

د سپينې شګې تفريحي پارک قرار دادي شرکت مسوولان وايي چې د لوی اختر له لومړۍ تر دې مهاله «دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه»  له يادې تفريحي سيمې څخه شاوخوا ۳۰۰زره سيلانيانو ليدنه کړې ده. په ورته وخت يادې تفريحي سيمې ته يوشمېر ورغلي سيلانيان هم خوښي څرګندوي چې په دې سيمه کې اسانتياوې برابرې شوې.

د ا.ا پلاوی د «تاشکند نړیواله غونډه» کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته لاړ

د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی د تاشکند څلورمې نړیوالې ناسته کې د ګډون لپاره نن «دوشنبه، غبرګولي ۱۹مه» اوزبیکستان ته روان شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د امارتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال د دې پلاوي غړي دي.

پنجشېر کې د لامبووهلو پرمهال درې کسان اوبو ډوب کړي

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لامبو وهلو پرمهال د کابل درې اوسېدونکي اوبو ډوب کړي دي.

د پنجشېر د امنیه قومنداني ویاند حق‌مل سعد وايي چې دغه درې کسان «یکشنبه، غبرګولي ۱۸مه» د یاد ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې په «جنګلک» سیمه کې اوبو ډوب کړي.