
خوست کې د کور چت نړېدو پېښه کې ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د خوست ځايي مسوولان وايي، په ځاځيميدان ولسوالي کې تېره ورځ د شديدو اورښتونو او بادونو له امله د يو کور چت نړېدلی چې څلورو

د خوست ځايي مسوولان وايي، په ځاځيميدان ولسوالي کې تېره ورځ د شديدو اورښتونو او بادونو له امله د يو کور چت نړېدلی چې څلورو

د غور ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت تیورې او دولتیار ولسوالیو کې د ۱۶ میلیون او ۱۱۳ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) وايي، د اوبو رسولو دغه شبکې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ تطبیق کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مالیزیا ځانګړي استازي سره لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې کړي.
ښاغلي متقي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته ډیپلوماټیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې د پراخوالي په حال کې بللي دي.

د هېواد په کلیو کې ښځو تل د محلي اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی. نن سبا هغوی نه یوازې کروندو کې د نارینهوو

د لوګر ځايي مسوولان وايي، مرکز پلعلم او محمداغې، برهکي برک او ازرې ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د

د هرات ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې په ۶ زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره د یوه معیاري ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزرا اداري او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مشر مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، دغه ښارګوټی به د ژوند ټولې اسانتیاووې ولري.
دغه ښارګوټی د هرات په زندهجان ولسوالي کې جوړیږي.

پاکستان تېره ورځ شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو له ځانمرګي برید وروسته، افغانستان سره د غلامخان بندر لاره تړلې.
د خوست ولايت مقام نن (یکشنبه، سرطان ۸م) سلاموطندار ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان تېره شپه د غلامخان بندر د افغانستان کميسارۍ مسوولانو ته خبر ورکړلی چې یاده لاره د امنیتي ستونزو او مشکلاتو له امله تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده.

لوګر ځايي مسوولان وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالي کې د هستوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلاموطندار ته وویل، د شنبې شپې سېلابونو له امله لوګر کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور نېمه وران شوي دي.

د روان کال تېره جوزا میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲ زره او ۳۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي. د ټولګټو چارو

له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر زیاتېدو سره هممهاله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR د بیرته راستنېدونکو ستونزمن وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
دغه سازمان تېره ورځ (شنبه، سرطان ۷مه) یوه راپور کې له ایرانه د بیرته راستنېدونکو افغانانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د بېړنیو مالي مرستو غوښتنه کړې.
د دغه سازمان په وینا، د جون میاشتېې له ۱۳مې راهیسې د بیرته راستنېدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

له ایران څخه یوشمېر راستنېدونکي وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د کړاو شپې او ورځې تېروي.
د هرات اوسېدونکې پریسا چې دوه اوونۍ وړاندې په زور له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړل شوې، وايي، د سرپناه نشتوالي او کمزوري اقتصاد له امله د یوه خپلوان کور کې ژوند کوي.

سلاموطندار په دې اړه یاد راپور کې له ۳۸ ځوانانو سره مرکې کړې چې له ډلې یې، ۲۷ د کارموندلو لپاره، څلور یې اروپا ته د رسېدو، پنځه د ناامنیو او دوه هم د زدهکړو دوام لپاره ایران ته تللي دي.
ایران ته تللي افغان ځوانان د بېلابېلو ستونزو سربېره، د یاد هېواد او اسراییلو ترمنځ د جګړې له امله اوس هېواد ته له جبري راستنېدو سره مخ دي.

پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولان وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.
پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن وویل، دغو سېلابونو کې سل کورونه په بشپړ او جزيي توګه وران شوي او شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

د پکتيا ولايتي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د شویو اورښتونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د دوی په وینا، د تېرې ورځې او بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونو د پکتيا جانيخېل او څمکنيو ولسواليو کې خلکو شاوخوا ۶۰۰ جريبه کرنيزې ځمکې او فصلونه لهمنځه وړي دي.

د ریاستالوزرا اداري مرستیال د کډوالو وضعیت ته د رسېدو کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له ایرانه د راستنېدونکو وضعیت ارزولو لپاره نن هرات ته ورسېده.
د سرپرست حکومت دغه لوړپوړی پلاوی به له ایرانه د راستنېدونکو وضعیت ارزولو په موخه د هرات له اسلامکلا پولې هم لیدنه وکړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه او سبا یکشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې