
بلخ کې د افغان ـ اوزبیک سوداګرو ګډه ناسته ترسره شوه
د افغانستان او اوزبیکستان سوداګرو د بلخ مزارشریف ښار کې د «اوزبیکستان ـ افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو فورم» تر نوم لاندې ګډه ناسته

د افغانستان او اوزبیکستان سوداګرو د بلخ مزارشریف ښار کې د «اوزبیکستان ـ افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو فورم» تر نوم لاندې ګډه ناسته

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې مسوولان وايي، هېواد کې د وروستیو ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۸ کسانو ژوند بایللی او ۴۹ نور ټپیان شوي.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن دوشنبه حمل ۱۰ / مارچ ۳۰ سلاموطندار ته وویل، دغو سېلابونو کې ۵۶۸ کورونه هم په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي.

افغانستان کې نجونې نه یوازې په ژوند کې د ناوړه دودیزو فکرونو، د کورنیو بېغورۍ او د پوهاوي نهلرلو له امله کړاونو او ستونزو څخه رنځ وړي، بلکې له اقتصادي ستونزو هم کړیږي.
دوی وویل، تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې لرې پرتو سیمو کې لا هم د هلک او نجلۍ ترمنځ د تغذیې په برخه کې توپیري چلند کیږي.

د احصایې او مالوماتو ادارې ویلي چې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې ۱۷ میلیون او ۴۸۷ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO ویلي، افغانستان کې د څلورمې پرلهپسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوینه شوې.
دغه سازمان ویلي، دې وروستیو اوونیو کې ورښتونو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی چې د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي او د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي سره کتنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو او سيمهييزو مسايلو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې متقي دغه لیدنه کې د امريکا او اسراییل له لوري د ايران پر خلاف برید او سيمه کې د جګړې پراختيا د ټولې سيمې په زيان بللې.

د بدخشان د درواز اړوند د پنځهګونو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورنیو مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله اړ دي چې د اړیکو ټینګولو لپاره د ګاونډي تاجیکستان له مخابراتي شبکو څخه کار واخلي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس شپږمې ناستې پرمهال چې په کابل کې جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴ مېلیون او ۸ سوه زره ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوې دي.

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي، هغه څلور وسلوال غله یې نیولي چې د نظامي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورننوتل او غلاوې به یې کولې.
د یادې قومنداني ویاند طاهر احرار ویلي، دا کسان نن یکشنبه، وري نهمه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو لهخوا نیول شوي دي.

ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر چې له ښوونځیو پاتې دي، زیات شوی او ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی.
ملګروملتونو نن یکشنبه، (د مارچ ۲۹مه) په خپل راپور کې ویلي چې د زدهکړو څخه د ماشومانو محرومیت د اووم پرلهپسې کال لپاره زیات شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو په ارزښت څو هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
یاد وزارت نن (یکشنبه، د وري ۹مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ناستو پرمهال د خصوصي سکتورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د پروان او کاپیسا ولایتونو غرنۍ او لرې پرتې سیمې چې د مالدارۍ او طبیعي ښکلا له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، لاهم د جګړو د پاتو چاودېدونکو توکو له امله د مرګ له خاموش او دوامداره ګواښ سره مخ دي.
ځايي اوسېدونکي وایي چې د غرونو هره لاره اوس د ژوند پر ځای د وېرې او خطر نښه ګرځېدلې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر ۱۴۰۴ کال پرمهال نږدې ۱۰۳زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي دي.
یادې ادارې نن شنبه، وري ۸مه، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د هېواد بهرمېشتو افغانانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اړوند لسګونه زره غیرحضوري خدمات وړاندې کړي دي.

د هرات محلي مسوولان وايي، له دې وروسته د ایران د ترانزیتي وسایطو موټرچلوونکي د اسلامقلعه سرحدي بندر ته د ننوتلو لپاره د ویزې او «وردپاس» اخیستو ته اړتیا نهلري.

په افغانستان کې د چاپېریال د خرابېدو جدي ګواښونه، لکه د ځنګلونو پراخ پرې کېدل، وچکالي او ککړتیا، د دې لامل شوي چې یوشمېر ځوانان د طبیعت د ژغورنې لپاره عملي هڅې پیل کړي. دغه ځوانان د نیالګیو کېنولو، د غرنیو بوټو د تخمونو راټولولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو له لارې هڅه کوي چې د هېواد لپاره یو زرغون او پیښتلرونکی راتلونکی جوړ کړي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې ایران کې د اسراییل او امریکا د بمباریو له یوې میاشتې وروسته، میلیونونه خلک د خوندیتوب په لټه کې دي.
دغې شورا نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران کې له څلور میلیون څخه ډېر افغانان تر ټولو زیانمنونکو کې دي. خبرپاڼه کې راغلي، ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې