
کاپیسا او پنجشېر کې سېلابونه؛ یو کس مړ او کروندګرو ته زیان اوښتی
په کاپیسا او پنجشېر کې د اورښونو له امله راوتلیو سېلابونو پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ مالي زیانونه یې، اړولي دي.
د کاپیسا د نجراب ولسوال عطالله نعمت وايي چې د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې، یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.














