له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو هوايي ځواک د جمعې په شپه له یمن څخه توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې د یاد توغندي له امله د اسراییلو په مرکزي سیمو، په تل‌ابیب ښار، د شارون سیمه، د شیفله‌ټیټې سیمې او د بیت‌المقدس شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

د یاد توغندي د ویشتلو له امله د د اسراییلو بین‌‌ګوریون نړیوال هوایی ډګر ته الوتنې د لنډمهال لپاره درول شوي دي.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند: له المان اخراج شوي ۸۱ پناه‌غوښتونکي نن کابل ته رارسېږي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي.

بلخي نن سهار (جمعه) پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې له دې پناه‌ غوښتونکو سره د بېرته راستنېدو ټول اسناد د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له‌خوا بشپړ شوي او دا کسان به نن کابل ته راورسېږي.

پکتیکا کې ښوونځيو ته په ۲۷ میلیونه افغانیو د درسي توکو وېش پیل شو

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ په مرکز او ۲۴ ولسواليو کې ښوونځيو ته د درسي کتابونو او نورو کېټونو د وېش لړی پيل شوې.

کابل ته د اوزبیکستان او پاکستاني پلاویو سفر؛ هوکړې لاسلیک کېږي

ټاکل شوې چې د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشري پلاوي کابل کې د سرپرست حکومت له لوري په جوړ شویو غونډو کې له ګډون سربېره، یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو هېوادونو پلاوي به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.

غزه کې دوه اسراییلي سرتېري ټپیان شوي

د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې، دوه سرتېري سخت ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سرتېري د غزې شمال کې د نښتو پرمهال ټپیان شوي دي.

پر سوریې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي

د سوریې د بشرحقونو څار بنسټ وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي او ډرون بریدونو له امله تر دې مهاله ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلو پرون چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه، دوه ځلې د سوریې دفاع وزارت باندې برید وکړ. د یاد بنسټ د معلوماتو پر اساس، په دې بریدونو کې د یاد وزارت ۱۵ کارکوونکي وژل شوي دي.

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي

د هلمند په واشېر ولسوالي کې د کابل-هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

پېښه پرون «سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه» د واشېر ولسوالي اړوند کارېز سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

راتلونکې اوونۍ ګڼو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

افغانستان کې د «له پولیو خلاص بنسټ» وايي، ټاکل شوې چې رتلونکې اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د ګرځنډ (فلج) پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

یادې ادارې نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کمپاین به د راتلونکې  دوشنبې – د چنګاښ ۳۰مه – پیل شي.