له بانکونو د پیسو اېستلو کچه یومیلیون افغانۍ او ۱۵۰زره ډالرو ته لوړه شوې

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې له بانکونو د پیسو اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال بانکي حساب‌لرونکي کولای شي چې د میاشتې یو میلیون افغانۍ او ۱۵زره ډالر وباشي.

د یاد بانک د معلوماتو له مخې، حساب‌لرونکي همداراز په اوونۍ کې له افغانۍ حساب څخه تر ۳۵۰زره افغانۍ اېستلی شي او ډالر اکونټ ته هم تر پنځه زره ډالرو د اېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

د افغانستان بانک څه باندې څلورمیلیارډ او ۸۶۷ میلیونه زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.

د دوی په وینا، دغه مندرس بانک‌نوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانک‌نوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.

بهرنیوچارو وزارت: دامهال څه باندې ۱۰زره افغانان نورو هېوادونو کې بندیان دي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دامهال څه باندې لس زره افغانان د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې بندیان دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

امیرخان متقي: ملګروملتونو کې ناست کس د چا استازیتوب کوي؟

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وروسپارل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

امیر خان متقي: شپږو هېوادونو سره د سفیر په سطحه اړیکې لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت تېر یوه کال کې د بهرني سیاست په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې د روسیې له لوري د رسمیت پېژنده مسله یې تر ټولو مهمه ده.
هغه نن وویل، د چین، عربي متحده اماراتو او ازبیکستان ترڅنګ، ترکیې، روسیې او پاکستان سره ډیپلوماټیک ماموریتونه د سفیر سطحې ته لوړ شوي دي.

غزه کې لوږې په یوه ورځ ۱۵ کسان مړه کړي

غزه کې د لوږې له امله تازه ۱۵ کسان مړه شوي چې د اسراییلو له جګړې راهیسې هلته د لوږې او قحطۍ له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۱ ته ورسېد.

یوشمېر رسنیو نن (چهارشنبه، اسد لومړۍ) راپور ورکړی چې د لوږې له امله دغو مړو شویو ۱۵ فلسطینیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

د غزې روغتیايي چارواکو تېره ورځ سه‌شنبه داسې مهال د دغو کسانو د مړو کېدو اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونو پر غزې بمبار او بریدونو ته دوام ورکړی.

لوګر کې پنځو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

د لوګر روغتیايي مسوولان وايي، مرکز پُل‌علم او څرخ، خروار، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د پنځو روغتیايي مرکزونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دوی وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق UNFPA په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

ډونالډ ټرمپ: که اړتیا شوه پر ایران بیا برید کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که اړتیا شوه چمتو دی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو په پرله‌‌پسې توګه بیا بریدونه وکړي.

ټرمپ نن سه‌شنیه، جولای ۲۲مه پر خپله «ټرټ سوشیل میډیا» یو ځل بیا ادعا کړې چې پر ایران د امریکا د بریدونو له امله د دغه هېواد اټومي سایټونه له‌منځه وړل شوي دي.

د پوځ لوی درستیز: ډیورنډ کې لګول شوی اغزن‌سیم مونږ ته د منلو نه‌دی

د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن سیم د منلو نه‌دی.
هغه نن یوې غونډې ته وویل، تېرو څو کلونو کې ځینو هېوادونو سره سرحدي پولو کې نښتې شوي، خو په وینا یې هڅه شوې چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

فصېح‌الدین فطرت: چورلکې زموږ دي او نه‌ ترې تېرېږوو

د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت وايي چې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شویو چورلکیو په اړه خبرې روانې دي او په وینا یې، دغه چورلکې د افغانستان دي او دوی ترې نه‌تېرېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، د چنګاښ ۳۱مه د ملي دفاع وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړونو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

له ایرانه څه باندې ۵زره راستانه شوي د کارموندنې لپاره ثبت شوي

د هرات مسوولان وايي، تراوسه یې له ایرانه ۵ زره او ۸۳ راستانه شوي افغانان د کار موندنې لپاره ثبت کړي، ترڅو کاري بنسټونو ته یې معرفي کړي.

دوی وویل، د هغو راستنېدونکو د ثبت ثبت بهیر دوام لري چې فني او مسلکي مهارتونه یې زده‌ دي او دغه کسان به تر ارزونو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي شي.