
ملګري ملتونه: دوو کلونو کې ۴ میلیون کډوال افغانستان ته ګرځېدلي
د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې څه باندې ۴ میلیون افغانان له پاکستان او ایرانه

د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې څه باندې ۴ میلیون افغانان له پاکستان او ایرانه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، هڅه کوي افغانستان کې له محلي اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر اساس،

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د دغه هېواد امنیتي کابینې د غزې ښار د نیولو طرحه تصویب کړه.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر نن (جمعه، اسد ۱۷) یوې بیانیه کې ویلي چې د تایید شوې طرحې پر بنسټ به اسراییل هغو سیمو کې چې جګړه په کې نشته، ملکي وګړو ته بشري مرستې وړاندې کړي.

د زابل د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولان وایي، له دغه ولایت څخه ۷۰۰ ټنه کشته ترکيې ته صادر شوې او د نورو وچو مېوو

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي، دغه ولایت کې په لومړي ځل ۶۰ ښځو ته د یوې همکارې موسسې لخوا د غالۍ

د امریکا له لوري پر برازیل د ګمرکي تعرفو د ۵۰سلنې زیاتوالي په غبرګون کې د یاد هېواد ولسمشر لوییز ایناسیو لولا داسیلوا ویلي چې ډونالډ ټرمپ سره د خبرو نیت نهلري.
لولا د چهارشنبې پر ورځ له «رویټرز» سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دامهال له ټرمپ سره خبرې «شرموونکي» دي، او تر هغه وخته به خبرې ونهکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټرمپ په رښتینې توګه د خبرو اراده لري.

د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
په دې پروژو کې د اوبو یو کانال او یو سړک شامل دی. دغه پروژې د غزني د کډوالو ښارګوټي او نواباد سیمو کې پلې شوې دي.

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا، په وژل شویو کې ۱۸ کسان مرسته ترلاسه کوونکي دي.

د کونړ محلي مسوولان وايي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالي کې له درېوو ورځو راهېسې د خوړ په ځنګل کې اورلګېدلی او د تندو بادونو له امله د اور مخنیوی له خنډ سره مخ شوی دی.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیايي درملنې په موخه نوي مرکزونه پرانېستل شوې دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس خافظ سیدالرحمن قادري سلاموطندار ته وویل، دغه مرکزونه د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولسوالیو کې پرانېستل شوي چې زرګونه مېندو او ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي.

د ګردېز ښاروالي د ښاري حکومتوالۍ امر سیدصابر صديق وايي چې د ګردېز ښار اړوند سيمو کې د شاوخوا ۳۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې په دې ولایت کې د سخت توپان او باران له امله په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د خوست د پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ريس دوست محمدهلال وايي چې د ښار د دویمې ناحیې اړوند وېش مارکېت سیمه کې د سېلاب له کبله دوه کسان مړه شوي او شاوخوا شل کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

هرات کې په ۷ میلیون ډالرو د اوسپنې ویلې کولو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ. د دغې فابریکې مسوول خانګل اسحاقزي تېره ورځ (چهارشنبه،

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې سږکال د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د مڼو حاصلاتو کچه ۴سلنه لوړه شوې ده.
د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، سږکال د مرکز پلعلم په ګډون د ولسوالیو د مڼو حاصلات شاوخوا ۱۹زره مټریک ټُنه اټکل شوي چې د تېرکال په پرتله پهکې ۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړېږي.
د دوی په وینا، دغه پارک د لوړشاولیکوټ ولسوالي په منګالي فارم کې به د یو سوداګر په مالي لګښت او تخنیکي همکارۍ د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو معیاري او لوی تفریحي پارک جوړولو چاري پیل شي.

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله په یوه ورځ ۸۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې روغتیا وزارت په وینا، په دې کسانو کې ۵۸ هغه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي چې د مرستو وېش مرکزونو مخېته ورټول شوي وو.