
د پوځ لوی درستیز: ډیورنډ کې لګول شوی اغزنسیم مونږ ته د منلو نهدی
د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن سیم د منلو نهدی.
هغه نن یوې غونډې ته وویل، تېرو څو کلونو کې ځینو هېوادونو سره سرحدي پولو کې نښتې شوي، خو په وینا یې هڅه شوې چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.














