
قطر ته د ۱۳۰۰ نورو کارګرانو په لېږد هم هوکړه شوې
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۱۳۰۰ نورو کارګرانو په لېږد یې هم هوکړه کړې. دغه وزارت تېره ورځ (چهارشنبه، اسد

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۱۳۰۰ نورو کارګرانو په لېږد یې هم هوکړه کړې. دغه وزارت تېره ورځ (چهارشنبه، اسد

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې ښاغلي لاوروف دغو ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمهییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري.
د هغه په وینا، په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې امیرخان متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو ماشومانو ملاتړ صندویق(UNICEF) له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په درېوو ولسوالیو کې اووه ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه بېګاه شپه «چنګاښ۳۱مه» رامنځته شوې او پېلوټ ژوندی دی. زېلېنسکي نن چهارشنبه، ویلي: «له بدهمرغه چې دغه جېټالوتکه مو له لاسه ورکړې ده. دا فرانسوۍ جېټ الوتکه لوېدلې او پېلوټ په بریالۍ توګه له الوتکې د فراشوټ په مرسته وتلی دی. د الوتکې لوېدل د روسیې کار نهدی.»

د ننګرهار مسوولان وايي چې د مرکز جلالاباد ښار د اوومې ناحيې «بګرامیو» سيمه کې يو کس په خپلې پلورلې ځمکې پسې تر خفګان وروسته

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې له بانکونو د پیسو اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال بانکي حسابلرونکي کولای شي چې د میاشتې یو میلیون افغانۍ او ۱۵زره ډالر وباشي.
د یاد بانک د معلوماتو له مخې، حسابلرونکي همداراز په اوونۍ کې له افغانۍ حساب څخه تر ۳۵۰زره افغانۍ اېستلی شي او ډالر اکونټ ته هم تر پنځه زره ډالرو د اېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.
د دوی په وینا، دغه مندرس بانکنوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانکنوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دامهال څه باندې لس زره افغانان د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې بندیان دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وروسپارل شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د میدانوردګ ځايي مسوولان وايي، مرکز میدانښار کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړېدو چارې پيل شوې. د میدانوردګ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت تېر یوه کال کې د بهرني سیاست په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې د روسیې له لوري د رسمیت پېژنده مسله یې تر ټولو مهمه ده.
هغه نن وویل، د چین، عربي متحده اماراتو او ازبیکستان ترڅنګ، ترکیې، روسیې او پاکستان سره ډیپلوماټیک ماموریتونه د سفیر سطحې ته لوړ شوي دي.

د بغلان امنیتي مسوولانو ویلي، دغه ولایت کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان

غزه کې د لوږې له امله تازه ۱۵ کسان مړه شوي چې د اسراییلو له جګړې راهیسې هلته د لوږې او قحطۍ له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۱ ته ورسېد.
یوشمېر رسنیو نن (چهارشنبه، اسد لومړۍ) راپور ورکړی چې د لوږې له امله دغو مړو شویو ۱۵ فلسطینیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
د غزې روغتیايي چارواکو تېره ورځ سهشنبه داسې مهال د دغو کسانو د مړو کېدو اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونو پر غزې بمبار او بریدونو ته دوام ورکړی.

د لوګر روغتیايي مسوولان وايي، مرکز پُلعلم او څرخ، خروار، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د پنځو روغتیايي مرکزونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دوی وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق UNFPA په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که اړتیا شوه چمتو دی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو په پرلهپسې توګه بیا بریدونه وکړي.
ټرمپ نن سهشنیه، جولای ۲۲مه پر خپله «ټرټ سوشیل میډیا» یو ځل بیا ادعا کړې چې پر ایران د امریکا د بریدونو له امله د دغه هېواد اټومي سایټونه لهمنځه وړل شوي دي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د خوښیو مراسمو کې په هر ډول ډزو بندیز لګېدلی او هټيوال نهشي کولای چې پر خلکو فشنګونه او پټاقۍ وپلوري.