د هلمند څپاند سیند مشاعره ترسره شوه

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د هلمند سیند مستو څپو ته څېرمه ورزشي لوبغالي کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره کې چې تېره شپه تر ناوخته یې دوام وکړ، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په کې شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګ‌پالو ګډون کړی وو.
د دغې مشاعرې ګډون کوونکي وايي، دا ډول فرهنګي ناستې هېواد کې د یووالي ټینګښت برخه کې مهم رول لري.

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې نن دویمه ورځ هم دوام لري

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې تېره ورځ د سرحدي سیمې پر سر د شخړې په دلیل پیل شوې چې نن جمعه د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري.
د ټایلنډ حکومت ویلي، دغو نښتو کې یې د یوه سرتیري په شمول ۱۴ کسان وژل شوي.
د ټایلنډ چارواکو په وینا، کمبودیا سره پوله کې له مېشتو سیمو د تخلیه شویو ملکي کسانو شمېر هم تر ۱۳۸ زره کسانو زیات شوی.

فرانسه د فلسطین خپلواکه هېواده په رسمیت پېژني

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې منځني ختیځ کې د عادلانه سولې په موخه فلسطین د خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت پېژني.
د فرانسې ولسمشر تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه به سپټمر میاشت کې د ملګروملتونو د عمومي مجمع غونډه کې هم اعلان کړي.
مکرون لیکلي چې: «منځني ختیځ کې عادلانه او تلپاتې سولې ته د خپلې تاریخي ژمنتیا په تړاو مې پرېکړه کړې چې فرانسه د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.»

حمدالله فطرت: ټول راستنېدونکي د بښنې فرمان څخه برخمن دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، ټول راستنېدونکي د بښنې فرمان څخه برخمن دي او هېڅوک هغوی سره غچ اخیستونکی چلند نه‌کوي.
هغه ویلي، له سیاسي پلوه هېڅوک هم هېواد ته راستنېدونکو سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه‌کوي او که داسې څه پېښ شي، حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین یې جزا ویني.

حماس غزه کې د اسراییلو پر پوځي مرکز برید کړی

غزه کې د حماس ډله وايي چې د یاد ښار په سوېل کې یې، د اسراییلو پر پوځي مرکز برید کړی دی.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې حماس بېګاه شپه د غزې سوېل د «موراګ دهلیز» په نوم د اسراییلو د قومندانې او کنټرول مرکز باندې راکېټي بریدونه کړي دي.

حماس غزه کې د اوربند په اړه خپل دریځ روښانه کړ

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې غزه کې د حماس ډلې نن «پنجشنبه، زمري دویمه» د اوربند په تړاو خپل دریځ او ځواب وړاندې کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې اسراییلي چارواکي د حماس د یاد دریځ د ارزونې په حال دي.

یوه میاشت کې راستنېدونکو ته ۲ میلیارد افغانۍ وېشل شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مسوولان وايي، دې وروستۍ یوه میاشت کې هېواد کې د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره دوه میلیارد افغانۍ وېشل شوي.
د دغه کمیسیون غړي احمدالله وثیق وویل، هره ورځ د راستنېدونکې کورنۍ هر غړي ته دوه زره افغانۍ وېشل کیږي.

لاوروف متقي ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې ښاغلي لاوروف دغو ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري.
د هغه په وینا، په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې امیرخان متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

لوګر کې ۷ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو ماشومانو ملاتړ صندویق(UNICEF) له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په درېوو ولسوالیو کې اووه ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوي دي.