ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د نورو هېوادونو د خپلسره ډلو شتون رد کړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو هغه اندېښنې بېځایه دي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري.

ذبیح‌الله مجاهد نن (جمعه، اسد ۳۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې داسې هيڅ شواهد شتون نه‌لري چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.

کولمبیا کې د بریدونو پرمهال ۱۸ کسان وژل شوي

کولمبیا کې د دوو بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي.
رویټرز اژانس نن (جمعه، اسد ۳۱) راپور ورکړی چې د لومړي برید پرمهال د کولمبیا په درېیم ډېر نفوس لرونکي ښار کالي کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوه.
راپور کې ویل شوي چې دغه برید د هوایي ځواک یوې اډې ته نږدې شوی او شپږ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

لوګر پوهنتون کې په ۵۱ میلیون افغانیو د دوو پروژو چارې پیل شوې

د لوګر پوهنتون مسوولان وایي، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري دغه پوهنتون کې د ۵۱ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د لوګر پوهنتون مشر مولوي ضیاءالاحمد صارم تېره ورځ وویل، یادو پروژو کې پوهنتون دننه کې د ۱۲ سوه متره په اوږدوالي او ۷ متره سور د داخلي سړکونو او شنې ساحې جوړول شاملیږي.

له کندهار څخه پاکستان ته د ۷۵۴ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار په ریګستان ولسوالي کې د کرنې او امنیتي چارواکو په ګډو عملیاتو کې د پاکستان پر لور د سلګونو پسونو د قاچاق هڅه شنډه او په تړاو یې، څلورکسان نیول شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشري، د ریګستان ولسوالي د کرنې او مالدارۍ مسوولانو د امنیه قومنداني له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د څارویو د قاچاق د مخنیوي پراخ ګرځنده کمپاینونه کړی دی.

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په دې جوړو شویو مراسمو ته وویل: «دا روغتون د قطر هېواد په مالي مرسته د قطر الخیریه موسسې لخوا په دوه نیمو کلونو کې جوړیږي. زه عتماد  لرم چې د دې روغتون په جوړلو  سره به نه یوازې په کندهار ولایت بلکې په ټوله جنوبي حوزه کې د مور او ماشوم د تخصصي خدماتو اړتیاوو ته رسیندنه وشي.»

هلمند کې په څه باندې یو میلیون او ۷۰۰زره ډالرو د یوه سړک چارې بشپړې شوې

د یاد سړک په پرانیست‌غونډه کې د هلمند والي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د ولایت مقام دفتر رییس مولوي عبدالرحمن حذیفه، د ترانسپورټ، کلیو بیارغونې او پراختیا، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او نورو لوړوپوړو چارواکو ګډون کړی وو.

رییس‌الوزرا د چین بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې لیدلي

د سرپرست حکومت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن چهارشنبه، زمري ۲۹مه، په ګل‌خانې ماڼۍ کې لیدلي دي.

محمدحسن اخند په دې لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي او په وینا یې، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستانه کوو.

مریم نواز: پنجاب به د جاپان په کچه پرمختللی کړم

د پنجاب وزیراعلی مریم نواز وايي چې د نوموړې حکومت د صوبې د زیربنا د معیاري کولو لپاره نه ستړې‌کېدونګې هلې ځلې کوي او موخه یې دا ده چې پنجاب د جاپان په څېر پرمختللې کچه ته ورسوي.

نوموړې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې له پاکستاني ټولنې سره د لیدنې پرمهال څرګنده کړه چې د پنجاب په بېلابېلو دولتي ادارو کې لاهم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د کنوا ارزښت ۴۲ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی

د اسټرالیا د ګرافیک ډیزاین مشهورپلټفارمCanva  اعلان کړی چې د کارکوونکو د ونډو د پلور پروګرام یې پیل کړی او د دې پروسې پر بنسټ د شرکت ارزښت ۴۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

دغه اقدام د چهارشنبې په ورځ رسماً اعلان شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي Canva سږ کال د عامه ونډو د وړاندې کولو یاIPO  لپاره تیاری نیسي.