هند کې ټرافیکي پېښه؛ اته کسان مړه او ۴۳ ټپیان دي

په هند کې د یوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله لږترلږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

 پېښه نن دوشنبه، اګسټ ۲۵مه،  سهار د یاد هېواد د اوتاراپردېش ایالت په بولندشهر ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

اسپانیا د ریکارډ کچې تودوخه؛ د اورلګېدنې د مهار هڅې روانې دي

د اسپانیا د هواپېژندنې ادارې(AEMET)  اعلان کړی چې د روانې اګست میاشت کې دغه هېواد د تاریخ تر ټولو سختې تودوخې څپه تجربه کوي.

 د ادارې د معلوماتو له مخې، د اګست له ۳مې څخه تر ۱۸مې پورې د تودوخې اوسط کچه د عادي حد په پرتله ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه وه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای پخوانی ریکارډ یې مات کړ.

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د یونېسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو له امله پر ماشومانو د ملاتړ خدماتو فشار زیات شوی دی.

اسراییلو غزه کې له ۱۰۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې کړي

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، اسراییلو تېرو نژدې دوو کلونو کې د بریدونو له پیل راهیسې د غزې ښار په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډیرې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې کړي او سلګونه کسان یې د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

دې ادارې تېره ورځ یوه بیان کې ویلي چې د اسراییل دوامداره بمبارۍ د مرستې او ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي.

دریو ولایتونو کې ۱۲زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، دریو ولایتونو کې د دوو مرستندویه بنسټ له لوري د شاوخوا ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر وویل، د ملک‌ سلمان او البصر خصوصي مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنې زمینه برابره شوې.