ننګرهار کې ډرون برید؛ ۴ ملکیان ټپيان شوي

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن (پنجشنبه، سنبله ۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شينوارو ولسوالي اړوند «۲۸مې ويالې» سيمه کې تېره شپه د شاه‌سوار په نوم د يو ملکي وګړي په کور دوه ډرون بریدونه شوي.

د دغو بریدونو له امله درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي، خو خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې بریدونه د چا له‌خوا او د کومې موخې لپاره شوي.

ټرمپ نن د غزې په تړاو مهمه غونډه جوړوي

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیف ویتکاف وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ نن د غزې په تړاو یوه مهمه ناسته کوي.

نوموړي نن چهارشنبه، اکسټ ۲۷مه، فاکس نیوز سره خبرو کې څرګنده کړه چې ولسمشر دونالد ټرمپ به نن په سپینه ماڼۍ کې د غزې په اړه د یوې پراخې غونډې مشري وکړي.

د هېواد ختیځ زون کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ اعلان کړی چې د هېواد په ختیځ زون کې د ماشومانو د فلج (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین پیل شي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه، وږي پنځمه ویلي چې د پولیو ضد دغه کمپاین به د هېواد په ختیځو ولایتونو کې راتلونکې شنبه پیل شي.

ارغندي کې د مسافروړونکي موټر چپه‌کېدل؛ ۲۵ کسان مړه او ۲۷ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره، د ارغندي څلور لارې په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله لږترلږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه سهار (وږي پنځمه) د موټر چلوونکي د «بې‌احتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسرائیلي پوځ وايي چې نن چهارشنبه، اګست ۲۷مه له یمن څخه د دوی پر لوري ویشتل شوی توغندی یې، په هوا کې شنډ کړی دی.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د توغندي د توغولو وروسته د اسرائیل په څو برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي وو.

د لوګر والي:  ا.ا د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د دغه ولایت د رسنیو مسوولانو او ژورنالېستانو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی. نوموړی دغه‌راز د لوګر له خبریالانو وغوښتل چې د پېښو پرمهال حقیقت پټ نه‌کړي او د ولس ستونزو ته په بې‌طرفه توګه پوښښ ورکړي.

ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان پراختیايي تګلاره تصویب شوه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره د هېواد سترو او اساسي موخو ته د رسېدو په موخه له داخلي ظرفیتونو او سرچینو په ګټې اخیستو چمتو او د اسلامي امارت مشر د حکم په اساس منظور شوې.
د ده په وینا، دغه ستراتيژي د اسلامي امارت موخې او د ټولو وزارتونو او ادارو فعالیتونه متحد او منسجم کوي.

ډونالډ ټرمپ: د غزې جګړه به دوه ـ درې اونیو کې پایته رسیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د غزې جګړه به تر راتلونکو دوه ـ درې اونیو پایته ورسیږي.

ټرمپ تېره ورځ (دوشنبه، سنبله ۳) د سویلي کوریا ولسمشر لي‌جې میونګ سره د لیدنې پر مهال ویلي، فکر کوي نړۍ به تر راتلونکو دوه یا درې اونیو غزه کې یو نسبتا ښه او قاطع پای وویني.

اسلامي امارت د فلسطینیانو وژنه او د اسراییل یرغل غندلی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د اسراییل جنايتونو او ټول‌وژنو په دوام يوازې تېره ورځ د لسګونو مظلومو فلسطينيانو ترڅنګ، پنځه خبريالان هم وژل شوي.
هغه ویلي: «موږ يو ځل بيا د فلسطين د مسلمانانو روانه نسل‌وژنه او د صهيونستي رژيم وحشيانه يرغل په کلکو ټکو غندو.»