ننګرهار کې د سېلابونو پرمهال ۵ کسان مړه شوي

د ننګرهار ځايي مسوولان وايي چې تېره شپه روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسواليو کې سخت ورښتونه شوي چې له امله يې سيلابونه راوتلي او ځاني او مالي زيانونه يې اړولي.

د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست امر مولوي صدیق‌الله قریشي نن (شنبه، سنبله ۸) سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، تراوسه د راوتلو سېلابونو پرمهال ۵ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې د روغتونونو طبي سرچینو د الجزیرې شبکې ته ویلي، د جمعې سهار (اګست ۲۹) له راپیل راهیسې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۴۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وژل شویو په منځ کې درې هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې ولاړ وو.

د ملګروملتونو سرمنشي غزه کې وژنې او ویجاړي کم‌سارې بللې

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو له لوري د غزې ښار د احتمالي اشغال پر پلان سخته اندېښنه څرګندې کړې او هغه یې د یوې نوې او خطرناکې مرحلې پیل بللی دی.

نوموړي پر ټولنیز شبکه «ایکس» لیکلي: «غزه یو ځل بیا له مرګونو تنشونو سره مخ ده. د اسراییلو اعلان چې غواړي د غزې ښار اشغال کړي، د یوې نوې او خطرناکې مرحلې نښه ده.»

بلخ کې د یوه هوټل پر جوړولو دوه میلیونه ډالر لګول شوي

په مزارشریف ښار کې د «بلخ کانټینینتال» په نوم یو معیاري او عصري د واده‌ هوټل د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې نن جمعه، وږي اوومه په رسمي توګه پرانېستل شو.

د دې هوټل عمومي مسوول حفیظ طاهري  وايي چې د یادې پروژې موخه د ځوانانو د اړتیاوو پوره کول او د کورنیو اقتصادي ستونزو په پام کې نیول دي.

بدخشان کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړه او څلور ټپيان شوي

د بدخشان د امنیې قومنداني مسوولان وايي، په دې ولایت کې د درېوو جلا ـ جلا ترافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، په لومړۍ پېښه کې چې د یفتل ولسوالي د «دره‌ی راست» په سیمه کې د یوه موټر د لېږد پرمهال کښتۍ ډوبه شوې چې درې کسان له امله مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

هلمند کې په ۳.۲ میلیونه ډالرو یو پُل جوړېږي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالبار راشد وايي، د «هلمند بولان ساختماني او سرک جوړونې شرکت» سره د دغه پُل د جوړولو رسمي قرارداد د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي او د شرکت مسوولانو له‌خوا د ۳،۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

خوست کې د پاکستان ډرون برید؛ ۳ ماشومان وژل شوي او ۵ کسان ټپیان دي

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز نن سلام‌وطندار ته وويل، پاکستان تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د سپیرې ولسوالي اړوند د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه «سورکاخ» سيمه کې د حاجي نعیم‌ګل په نوم د یو ځايي کس پر کور ډروند برید کړی.

هغه وویل، برید کې د یادې کورنۍ ۳ ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ نور ټپيان دي.

 لوګر کې یو کس د دوو کسانو د وژنې په تور نیول شوی

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د روانۍ اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د محمداغې ولسوالي په «دهنو» کلي کې له ایران څخه تازه راستون شوی حفیظ الله چې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و، قاتل یې نیول شوی دی.

د ارجنټاین ولسمشر ټاکنیز کمپاین کې د خلکو له‌خوا په ډبرو ویشتل شوی

د ارجنټاین ولسمشر جاویر میلې د زامورا په ښارګوټي کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال له سختو اعتراضونو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ولسمشر د موټرو کاروان پر لوري د اعتراض‌کوونکو له‌خوا ډبرې، بوتلونه او نور توکي ویشتل شوي چې له امله یې نوموړی له دې کمپاین روغ وتلی دی.

پر اوکراین د روسیې برید؛ لس کسان وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسي ځواکونو له لوري بېګاه شپه پر پلازمېنه «کییف» پراخ بریدونه شوي دي. دغه بریدونه د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله شوي چې له امله یې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

چارواکو ویلي، یو ماشوم هم د قربانیانو په منځ کې دی.

 د خوړو نړیوال پروګرام لوګر کې خپلې مرستې بېرته پیل کړې

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له څلور میاشتني ځنډ وروسته بیاځلې د دغه ولایت له بې‌وزله کورنیو سره خپلې مرستې پيل کړې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسؤل صبغت‌الله نائب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله لوګر کې له بې‌وزله کورنیو سره مرستې ځنډولې وې.

ننګرهار کې ډرون برید؛ ۴ ملکیان ټپيان شوي

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن (پنجشنبه، سنبله ۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شينوارو ولسوالي اړوند «۲۸مې ويالې» سيمه کې تېره شپه د شاه‌سوار په نوم د يو ملکي وګړي په کور دوه ډرون بریدونه شوي.

د دغو بریدونو له امله درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي، خو خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې بریدونه د چا له‌خوا او د کومې موخې لپاره شوي.

ټرمپ نن د غزې په تړاو مهمه غونډه جوړوي

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیف ویتکاف وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ نن د غزې په تړاو یوه مهمه ناسته کوي.

نوموړي نن چهارشنبه، اکسټ ۲۷مه، فاکس نیوز سره خبرو کې څرګنده کړه چې ولسمشر دونالد ټرمپ به نن په سپینه ماڼۍ کې د غزې په اړه د یوې پراخې غونډې مشري وکړي.