
د کابل ـ کندهار د سړک غاړو پخولو چارې پیل شوې
غزني کې د کابل ـ کندهار لویېلارې د دواړو غاړو پخولو چارې پیل شوې چې ۵۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي. د غزني د والي

غزني کې د کابل ـ کندهار لویېلارې د دواړو غاړو پخولو چارې پیل شوې چې ۵۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي. د غزني د والي

د فلسطین اسلامي غورځنګ «حماس» اعلان کړی چې د غزې په تړاو د اوربند خبرې د سپتمبر په لومړیو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغه غورځنګ د مرکچي پلاوي پر وړاندې د اسراییلو د برید له امله ځنډېدلې دي.
د حماس په وینا، له یادې پېښې وروسته د منځګړیتوب کوونکو هېوادونو لهخوا تراوسه هېڅ نوې طرحه یا وړاندیز نهدی شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم یو میلیارد

تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل بریدونو پرمهال ۹۱ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي.
د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر یوه اعلامیه کې ویلي، تر نیمايي پورې تلفات هغو سیمو کې رامنځ ته کیږي چې د اسراییل پوځ یې «امن» سیمې بولي.

د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د محمد ابراهيم په مشرۍ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کتنه کې ښاغلي متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پلاوو تګ راتګ مهم بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې مثبتې اړيکې د د ولسونو په ګټه وبللې.

د شماليکوریا مشر کیم جونګاون د خپل هېواد د لوړپوړو نظامي چارواکو او اتومي ساینسپوهانو سره په ناسته کې ویلي چې د هېواد اتومي ځواک باید نورهم پیاوړی شي.
کیم ټینګار کړی چې یوازې «متقابل اتومي اقدام» کولای شي د شماليکوریا امنیت تضمین کړي. هغه ویلي چې د اتومي موادو او وسلو تولید باید د هېواد «لومړنی او اساسي هدف» وګرځول شي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو ملګروملتونو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اسراییل به همدا اوس او تر هغه چې نيول شوي کسان بېرته راستانه نهشي، غزه کې خپل پوځي عملیاتو ته زور ورکړي.

د سمنګان محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کیکبوکسینګ سیالي د هېواد د اوو ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
دغه سیالي پرون (جمعه، تلې څلورمه) د شمال او شمالختیځ ولایتونو ورزشکارانو پهکې ګډون کړی وو.

د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت ۴۰۰ ځوانان د اسلامي امارت د دفاع وزارت د منظورۍ پربنسټ، د اسلامي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لتون، نن شنبه د تلې پنځمه «سلاموطندار» ته وویل چې یاد ځوانان به د لومړنیو پړاونو په بشپړولو سره د پنجشیر د جلب او جذب قومندانۍ لهخوا د پنځه میاشتنۍ نظامي روزنې لپاره د اسلامي اردو ښوونیز مرکز ته ولېږدول شي.

خوست کې د کورنیو او محصولاتو څخه د ملاتړ او بازارموندنې په موخه نندارتون پرانيستل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي. دغه نندارتون نن دوشنبه، تلې پنځمه، پیل شوی او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.
ياد نندارتون چې د سيکارام احمدي د بازارموندنې شرکت له لوري د صنعت او سوداګری رياست سره په ګډه جوړ شوی موخه يې د هېواد کورنیو توليداتو او کرنیزو محصولاتو څخه ملاتړ او بازار پيدا کول دي.

غزه کې چارواکي وايي چې د نن ورځې پیل راهیسې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۳۸ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې د نن ورځې «شنبه، سپټمبر ۲۷مه» سهار راهیسې پیل شوي دي.

د غزې په اړوند سیمو کې نن جمعه، د سپټمبر په ۲۶مه، د اسراییلو د هوایي بریدونو له امله لږترلږه ۲۹ فلسطیني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دې بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت تر دې دمه د دې بریدونو په اړه رسمي شمیرې نهدي خپرې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، اجازه نهورکوي چز اسراییل د فلسطین اشغال شوې لوېدیځه غاړه د خپل قلمرو برخه وګرځوي.
ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د خبریالانو سره د خبرو پرمهال کړې دي.

په یمن کې د حوثي اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ، د ۲۰۲۵کال د سپتمبر په ۲۵مه، اسراییل د یمن په پلازمېنه صنعا کې ګڼ هوایي بریدونه کړي دي.
د بریدونو هدف د حوثي ډلو د نظامي او استخباراتي مرکزونو، د عامه امنیتي تاسیساتو، د وسلو زېرمو او د لوی درستیز قومنداني ودانیو په نښه کول، یاد شوي دي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمودعباس د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وینا پرمهال ویلي چې د حماس د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د اوومې، بریدونه «د منلو نهدي» او دا ډله د فلسطین د خلکو استازیتوب نهشي کولای.
عباس ټینګار وکړ چې غزه د فلسطین نهجلاکېدونکې برخه ده او د فلسطین خپلواکې ادارې حکومت چمتو دی چې د دې سیمې د اداره کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وايي چې امنیتي او کشفي ارګانونو پلعلم ښار کې دري کسان د ا.ا نظامیانو له نوم او نظامي وسایلو څخه د ناوړه ګټېاخېستنې او غلا په تور نیولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، دا کسان د لوګر امنیه قومنداني د یوه ځانګړي راپور له مخې، نیول شوې دي.