د لوګر چارواکي: نړیوال بنسټونه دې د خپلو فعالیتونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي

د لوګر  مرکز پل‌علم کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ په اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د  لوګر سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون، علماوو، قومي مشرانو، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، اوس هیواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او نړیوال بنسټونه کولای شي چې ولس ته اساسي خدمات ورسوي.

ذبیح‌الله مجاهد: د حکومت‌ له‌لوري د انټرنټ بندولو راپورونه ناسم دي

ذبیح‌الله مجاهد وايي، هېواد کې د انټرنټ بندېدو د توجیه په اړه د اسوشیټیدپرس خبري اژانس هغه ادعا ناسمه او جعلي ده چې د ده په حواله یې کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «هیله ده رسنۍ مسوولانه او مسلکي چلند وکړي. موږ که کوم دريځ او خبره د اعلان وړ وبولو، له خپلو ادرسونو یې وایو، نه له بهرنیو چینلونو څخه.»

یحیی سرېع: اسراییلو کې مو مهم اهداف په نښه کړي

د یمن حوثي ډلې اعلان کړی چې په اسراییلو کې یې، په بالستیک توغندي او دوو بې‌پيلوټه الوتکو «حساس» اهداف په نښه کړي دي.

د حوثيانو پوځي ویاند یحیی قاسم سریع، په یوه بیان کې وویل چې د «فلسطین۲» ډول بالستیک توغندي او ډرون باندې یې، د اسراییلو یافا سیمه کې مهم اهداف په نښه کړي دي.

پکتیا له څلور انسټیټیوټونو څخه ۵۰۰ کسان فارغ شول

د پکتيا د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امريت اړوند له څلورو انسټيټيوتونو څخه نن دوشنبه ۵۰۰ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په يادو مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر رازمحمدحماس وويل چې يادو کسانو ته د ادارې او مديريت برخو کې دوه کلنې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

پکتيا کې په لومړي ځل د شري واکسين کمپاين پيل شوی

د پکتيا عامې روغتيا رياست مسولان وايي چې نن ورځ دوشنبه پکتيا د مرکز او ۱۴ ولسواليو کې د شري واکسين لس ورځني کمپاين پيل شوی دی.

د ياد واکسين د پيل مراسمو کې د پکتيا عامې روغتيا ريس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې شری يو ساري ناروغي ده چې پرې اخته ماشومانو د مرګ سبب هم کيږي.

هغه وويل چې د شري لپاره د واکسين تطبيق يې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د اسراییلو لومړی وزیر: د ایران د یورانیمو د ساتلو له ځایه خبر یم

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «فاکس نیوز» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د ایران د نږدې ۴۰۰ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو د ساتلو ځای څخه خبر دی او دغه معلومات یې د امریکا متحدو ایالتونو سره شریک کړي دي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی

د ایران د قضایي قوې اړوند خبري اژانس «میزان» راپور ورکړی چې د دوشنبې پر ورځ د «بهمن چوبي اصل» په نوم یو کس د اسراییلو استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.

یادې رسنۍ ویلي چې بهمن چوبي په دیتابېس برخه کې له اسراییلي جاسوسي شبکې سره پراخ او هوښیارانه همکاری لرله.

خلیلزاد د اسلامي امارت له‌لوري د امریکايي وګړي خوشې کېدل مثبت ګام بللی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د اسلامي امارت له بند څخه د امریکايي وګړي ازادېدل یو مثبت ګام دی.
هغه نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بند څخه د امریکايي وګړي امیر امیري له خوشې کېدو هرکلی کوي او دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه‌والي کې یو مهم او مثبت ګام دی.

د متقي او امریکایي پلاوي لیدنه؛ د مسایلو په حل ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکي چې ښاغلي متقي دغه لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت تېره ورځ د امیر امیري په نوم یو امریکايي وګړی له بند څخه ازاد کړ او دا ښيي چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

مارکو روبیو: ایران دې له ځنډ پرته خبرو ته چمتو شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د ملګروملتونو له لوري پر ایران د بندیزونو د بیالګولو وروسته، له تهران څخه وغوښتل چې «له ځنډ پرته» له واشنګټن سره د مستقیمو خبرواترو منلو ته چمتو شي.

روبیو ویلي: «ډيپلماسي لاهم یو اختیار کې ده او د یوې هوکړې ترلاسه کول د ایران د ولس او د نړۍ لپاره غوره پایله ده. د دې کار د عملي‌کېدو لپاره اړینه ده چې ایران په رښتینې نیت او پرته له ځنډ او خنډ د مستقیمو خبرو اترو مېز ته کېني.»

پر کېیف د روسیې برید کې څلور کسان وژل شوي

د اوکراین پر پلازمېنه کېیف او شاوخوا سیمې د روسیې د پراخو ډرون او توغندیزو بریدونو له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي په‌کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ هم شامله ده. سربېره پر دې، لږترلږه ۱۴نور کسان ټپیان شوي هم دي.