کاپیسا کې برید؛ د پولیسو امر او ساتونکو یې ژوند له لاسه ورکړی

د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي، دا پېښه د جمعې پر ورځ (تلې یوولسمه) مادیګر مهال رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، برید دوه وروڼو، شفیع‌الله او طالب چې د ملنګ زامن او د اله‌سای ولسوالي اوسېدونکي دي،  کړی او وروسته د «کوټي» کلي ته تښتېدلي دي.

میدان‌وردګ کې د درې ولایتونو په کچه د والیبال سیالي وشوې

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په کوربتوب د کابل او غزني ولایتونو ترمنځ  د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل چې یادې سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د میدان ښار په دولتي جمنازیوم کې جوړې شوې وې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

لوګر کې نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه اومان نیول شوي

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې، د خوښۍ ولسوالي په «دوبندي» سیمه کې ۶۷۴ کېلو ګرامه اومان بوټي نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، نیول شوي بوټي په یوه هستوګنیز کور کې د ښېښې نشه‌يي توکو د جوړېدو لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

برخلیک‌ټاکونکې لوبه؛ افغان لوبډله نن د بنګله‌دېش پروړاندې لوبېږي

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه، د تلې ۱۰مه نېټه، خپله دویمه شل اووره سیالي کوي. ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. د پرونۍ لوبې په ترڅ کې د افغانستان توپ‌وهونکو ښه کارکردګي ونه ښودله او د بنګله‌دېش لوبغاړو د هدف ترلاسه کولو کې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ټرمپ روسیه کاغذي زمری بللی؛ پوتین: ښايي ناټو د داسې نوم وړ وي

 د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته په غبرګون کې چې روسیه یې «د کاغذي زمري» په نوم یاده کړې وه، وویل چې ښايي ناټو خپله د داسې یوه نوم وړ وي.

پوتین پرون پنجشنبه، اکتوبر دویمه خبرداری ورکړ، که واشنګټن اوکراین ته د توماهاک توغندیو د لېږلو پرېکړه وکړي، نو دا به د جګړې په کرښه کې نوی خطر لوړ کړي.

اسراییلو د لبنان سوېل کې د حزب‌الله پر مرکز برید کړی

 د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د لبنان سوېل په بوفور قلعه سیمه کې یې د حزب‌الله هغه تاسیسات په نښه کړي چې د دې ډلې د « بریدونو او دفاعي سېسټم» د مدیریت لپاره کارول کېدل.

د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په یاد ځای کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل شوې وې او د وسلو زېرمتونونه، پوځي جوړښتونه او ځمکې‌لاندې تاسیسات بمبار شوي دي.»

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر: د غزې په اړه د ټرمپ پلان زموږ نه‌دی

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د غزې په تړاو اعلان شوی ۲۰ ماده‌ییز پلان د هغو مسلمان‌اکثریت هېوادونو له مسودې سره سمون نه‌لري چې وړاندې یې ګډه طرحه وړاندې کړې وه.

د هلمند بهرامچې له لارې ۲۱۴ کورنۍ راستنې شوي

د هلمند چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د بهرامچې له لارې ۲۱۴ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي دي.

د هلمند د والي ویاند، مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل: «ولایت مقام په مشرۍ د استقبال، ثبت او تثبیت کمېټې د راستنېدونکو کورنیو د هرکلي ترڅنګ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه ترسره کړه او په اړه یې اصولي کړنې ترسره شوې.»

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله لږترلږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتونونو سرچینې الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې د اسراییلو بریدونه د غزې په شمالي او مرکزي سیمو لاهم روان دي.

د ځان تحریم؛ د ایران ولسمشر: نفت او ګازو لرو، خو بیا هم وږي یوو

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، پر دغه هېواد د نړیوالو بندیزونو د بېرته راګرځېدو په اړه ویلي چې د هېواد اقتصاد باید د نفت او ګاز پر صادارتو ونه تړل شي.

د «ایرنا» د راپور له مخې، پزشکیان چې د پنجشنبې پر ورځ د بندرعباس ښار ته سفر کړی، په یوې ناستې کې وویل: «موږ هره ورځ شاوخوا ۸ میلیونه بوشکې نفت او ګاز تولیدوو. که یوازې ۱۰سلنه سپما په مصرف کې وکړو، دا د ۸۰۰زره بوشکو معادل دی.»

ترکیې د ایران اټومي پروګرام اړوند شتمنۍ کنګل کړې

د ترکیې حکومت د نړیوالو بندیزونو په لړ کې د ایران د اتومي پروګرام اړوند شتمنۍ کنګل کړې دي.

د ترکیې دولت د نړیوالو بندیزونو په چوکاټ کې د ایران د اتومي پروګرام له اړوندو ۲۰ کسانو او ۱۸ بنسټونو شتمنۍ چې په‌کې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان هم شامل دی، کنګل کړي دي.

د مالیزیا لومړی وزیر: د اسراییلي رژیم مخه باید ونیول شي

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم، وایي چې د غزې د مرستو د کاروان پر کښتیو د اسراییلي کمانډو ځواکونو له لوري د ۲۳ مالیزیايي وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.

انور ابراهیم په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ویلي، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره به د منځني ختیځ له مشرانو ــ په ځانګړې توګه د ترکیې، مصر او قطر ــ څخه مرسته وغواړي.

پروان کې پر درېوو میلیونه افغانیو د اوبو شبکه جوړېږي

د پروان په کوه‌صافي ولسوالي کې د نړیوال بانک د درې میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړېږي.

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، د دې پروژې عملي چارې د کوه‌صافي ولسوالي د بچه‌خاک په کلي کې پیل شوي دي.

ښه پایله؛ هلمند کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه سویابین کرل شوي

د هلمند کرنیز چارواکي دغه ولایت کې پر شاوخوا پنځه سوه پنځوس جریبه ځمکه سویابین کرل شوي چې پایله یې، تر ډېره مثبته ښودل شوې ده.

دغه ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي مطیع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل: «دا ولایت کې پنځه سوه پنځوس جریبه ځمکه باندي  د سویابینو کرنه تر څیړنې لاندې نیول شوې ده. دغه نبات د هلمند د خاوري، اوبو او هوا سره ښه توافق ښودلی او پایله یې مثبته تمامه شوې ده.»