
د ښوونکي ورځ؛ کرزي نجونو او هلکانو ته د مساوي زدهکړو هیله ښوولې
پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه د میزان ۱۳مې د ښوونکي ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړې او د هغوی د خدمتونو ستاینه یې کړې.
حامد کرزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هېواد کې استادان د ستړیاوو، ستونزو، اقتصادي فشارونو او د امکاناتو د محدودیت ترڅنګ، د وطن د بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره زیار باسي او خپله مقدسه دنده په پوره ژمنتیا او صداقت ترسره کوي.














