
د هوا سړېدل؛ ختیځ کې زلزلهځپلي د سرپناه له نهشتوالي شکایت کوي
د هوا په سړېدو او د ژمي په نږدې کېدو سره، ختیځ کې د تېرې میاشتې زلزله ځپلې کورنۍ د ژوند د سختو شرایطو له

د هوا په سړېدو او د ژمي په نږدې کېدو سره، ختیځ کې د تېرې میاشتې زلزله ځپلې کورنۍ د ژوند د سختو شرایطو له

د زابل ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د اړمنو سیمو لپاره د «الهلال الأحمر القطري» بنسټ په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسولو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند ټینګښت په موخه له شوې هوکړې هرکلی کړی. ګوترش پر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند طرحې پر لومړۍ پړاو هوکړه کړې.
قطر هم چې د اوربند خبرو کې یې مهم منځګړی رول درلود ویلي، د اوربند طرحې د لومړي پړاو د ټولو ګټو او اجرايي میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې.
حماس غورځنګ یوه بیانیه کې ویلي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو، د اسراییلي ځواکونو وتلو، د مرستو رسولو او د زندانیانو پر تبادلې هوکړې ته رسېدلي.

د تایوان ولسمشر «لای چینګ ته» ویلي، که د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکولای شي د چین ولسمشر شي جینپینګ وهڅوي چې د تاوتریخوالي له لارې د تایوان پر وړاندې له ګواښونو لاس واخلي، هغه به د نوبل د سولې جایزې مستحق وي.

د اسرایلو د ملي امنیت توندلاري وزیر «ایتمار بنګویر» نن د اشغال شوي ختیځ بیتالمقدس الاقصی جومات ته ورغلی او هلته یې د «جنګ بریا، د حماس لهمنځه وړو او د برمته شویو د بېرته ستنېدو» دعا کړې ده.

د هرات د زندان مسوولان وايي، د اوسني حکومت د مشر د فرمان پربنسټ، نن چهارشنبه د تلې ۱۶مه، ۱۶۰ بندیان له دغه زندان څخه خوشې شوې دي.
د هرات د محبس عمومي رئیس شرافالدین مخلص وایي، خوشې شویو بندیانو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت اورکزۍ ایجنسۍ کې د وسلهوال برید پرمهال د پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ سرتېري وژل شوي.

د بدخشان د وردوج ولسوالي دوو زدهکوونکو له لرې واټنه کنټرولېدونکې جګړهییزه جېټالوتکه جوړه کړې ده.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار وايي، دغه زدهکوونکي چې واثقالله او ساحل نومېږي، د «سید نجمالدین واثق» لېسې زدهکوونکي دي او دا الوتکه یې د ډېرو لږو امکاناتو په مرسته طرحه او جوړه کړې.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او پاکستاني پلاوي د ګډو امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دوامداره خبرو او همکاریو پر اړتیا ټینګار

د هرات د امنیې قومنداني چارواکي وايي، د ترورېزم ضد مدیریت د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
د امنیې قومنداني د ترورېزم ضد مدیر عبدالکریم حقنما ویلي، دا وسلې د روان لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې نیول شوې دي.

د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه وايي چې دوی د شرمالشیخ مذاکراتو ته د جګړې د بندولو لپاره راغلي دي. الحیه ټینګار وکړ هدف يې د خلکو پر ضد تاوتریخوالی ختمول او د فلسطین لپاره د ثبات او د خپل برخلیک د ټاکلو تضمینونه ترلاسه کول دي.

د امریکا د جګړې وزارت (پنتاګون) له څو مياشتنیو ځنډ وروسته پرېکړه کړې چې د سمندري ځواکونو د نوي نسل جنګي الوتکو د جوړولو تړون یوه شرکت ته وسپاري.
دا نوې پټې (Stealth) جنګي الوتکې به د زړوF/A-18E/F سوپرهورنت الوتکو ځای ونیسي چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د امریکا سمندري ځواک یې کاروي.

په هند کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په اړوند هېماچل پردېش ایالت کې د ځمکېښوویېدو له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ځمکښوویېدنې پرمهال د مسافرو بس موټر تر خاورو او ډبرو لاندې شو.

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین په سنپترزبورګ کې د دفاع وزارت او وسلهوالو ځواکونو له مشرانو سره د اوکراین د جګړې د تازه پرمختګونو په اړه غونډه وکړه.
د روسي د پوځ لوی درستیز والېري ګراسیموف په دې غونډه کې وویل، روسي ځواکونه د جګړې په لومړیو کرښو کې فعال بریدونه لري او پرلهپسې پرمختګ کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د بنګلهدېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کوي. دغه لوبه نن مازیګر ۴:۳۰ بجې