
لوګر کې د ۲۰۰زره ډالرو په لګښت مخابراتي سایټونه جوړ شوي
د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم په بابوس او برهکي برک ولسوالي په پنده سیمه کې دوه مخابراتي سايټونه پرانېستل شول.

د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم په بابوس او برهکي برک ولسوالي په پنده سیمه کې دوه مخابراتي سايټونه پرانېستل شول.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د کرېکټ يوشمېر لوبغاړي وايي چې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري په ارګون ولسوالي کې د کرېکټ په لوبغاړو شوي بريد په تړاو دې نړيوالې ادارې بېپرې څېړنې وکړي.
دوی يادې څرګندونې په مرکز ښرنه کې د شهيد شو لوبغاړو روح ته د دعا په مراسمو کې وکړې.

د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې ټولو ایالتونو ته امر کړی چې بېاسناده افغان کډوال په چټک او منظم ډول له هېواده وباسي.
اوس مهال زرګونه افغان کورنۍ چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو کمپونو کې مېشتې دي، د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست د ښوونیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه اعلان کړی چې د ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې به ۲۱ ښوونځیو ته د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت د لمریزې (سولر) برښنا سېسټونه ولګول شي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سېسټمونه د پوهنې له یوه همکار بنسټ سره په مالي او تخنیکي همکارۍ فعالېږي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد نن یکشنبه (د تلې۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت او پاکستان د استازیو ترمنځ خبرې د دوه اړخیز تړون په لاسلیکېدو سره پای ته رسېدلې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو هېوادونو د بشپړ اوربند، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ټینګار کړی دی.

د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي عبدالله مختار پرون شنبه، تلې ۲۶مه، د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال محمدنبي عمري له لوري د یوې ناستې پرمهال په رسمي توګه معرفي شو.
د نوي والي د معرفي مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال نبي عمري وويل چې د پاکستاني طالبانو «ټيټيپي» هېڅ جنګيالي په افغانستان کې نشته او په وینا یې، په قبايلي سيمو کې دي.

د پروان د امنیه قومنداني چارواکي وايي، د دغه قومنداني د ترهګرۍ ضد مدیریت ځواکونو په تېرو درې میاشتو کې د ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه ډوله بېلابېل مهمات کشف او ضبط کړي دي.

يوې باوري سرچینې سلاموطندار ته تایید کړې چې د سالنګ لويه لاره به تر بلې خبرتيا پورې ونهتړل شي او ښاريان کولای شي له دې لارې په ډاډه زړه تګراتګ وکړي.
سرچینې «سلاموطندار» سره په خبرو کې وويل، د ټولګټو وزارت هغه پخوانۍ پرېکړه چې د تلې ۲۶مه څخه د لړم تر شپږمې پورې د ترميماتو په موخه د سالنګ د لارې د تړلو په اړه نيول شوې وه، د ځينو تخنيکي او اداري دلايلو له امله ځنډول شوې ده.

د غزني محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه پروژې چې درې سړکونه پهکې شامل دي، د نړېوال بانک په مالي لګښت د درې مياشتو په موده کې جوړ شوي او په رسمي توګه پرانيستل شوې دي.

لوګر کې د افغاني سري میاشتنې ټولنې مسوولان وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي دی.
د لوګر د سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میرهاشم حزبالله، د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډه ته وویل، په تېر یوه کال کې د مرستې رسولو، بشرپالو خدمتونو، ښوونې او روزنې، روغتیایي او یوشمېر نورو برخو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات رسولي دي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «ارمین فارما» په نوم د درملو یوې تولیدي کارخونې مسوولان وایي، له نهو میاشتو راپهدېخوا یې په اتو میلیونو ډالرو پانګونه پیل کړې او اوس مهال یې تولیدي بهیر پراخ شوی دی.

نوموړي نن شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان او پر افغانانو خپل بریدونه ودروي.
هغه لیکلي: « د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، پرپکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه چې زموږ یوشمېر هېوادوال یې، د کرېکټ ځوانو لوبغاړو په شمول شهیدان او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندي. د دغو بريدونو له امله د شهیدانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي وايي چې افغانانو د دوی احسان هېر کړی او پر یاد هېواد یې، برید کړی دی.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان تل د خپلو افغان وروڼو سره ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې د خپلې ستونزې د خپلو ستونزو په څېر ګڼي، خو په وینا یې، افغانانو دا هر څه هېر کړي دي.
افریدي زیاته کړې چې پاکستان د افغانانو دېر یرغل ته سخت ځواب ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه، اکتوبر ۱۷مه د اوکراین له ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره د سپینېماڼۍ په ناسته کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو زېلېنسکي په ځواب کې څرګنده کړه چې پوتین لا د سولې لپاره چمتو نه دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد وايي چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

د غزې ښار په زیتون سیمه کې د یوې فلسطیني کورنۍ یولس غړي وژل شوي، وروسته له هغه چې د اسرائیلي ځواکونو الوتکو د دوی پر موټر برید وکړ.
د عیني شاهدانو او د فلسطین د مدني دفاع چارواکو په وینا، دا کورنۍ د «زیړ کرښې» په نوم هغه سیمې ته نژدې روانه وه چې د اسرائیلي پوځ د کنټرول تر محدودې لاندې بلل کېږي. د وژل شوو کسانو په ډله کې اووه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.