پر اوکراین د روسیې برید؛ دوه کسان وژل شوي

د اوکراین ولسمشر، ولودېمېر زېلېنسکي وایي روسي ځواکونو د دغه هېواد پر یو بل حرارتي برښناکوټ برید کړی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

زېلېنسکي په یوه ویدیويي وینا کې وویل چې برید د دونتسک د اسلوفیانسک ښار برېښناکوټ په نښه کړی، دا هغه ښار دی چې لاهم د کییف تر کنټرول لاندې دی.

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د راپور له مخې، د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له امله لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي دي. په شهیدانو شویو کې۴۶ ماشومان هم شامل دي.

دا د روانې اکتوبر میاشتې له لسمې نېټې وروسته د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د امریکا دفاع وزیر: جنګ نه‌غواړو، خو له ګټو مو دفاع کوو

د امریکا د جګړې وزیر پیت هیګسټ وایي چې واشنګټن د جګړې د پیل نیت نه‌لري، خو د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې به د خپلو ملي ګټو دفاع په پوره ځواک وکړي.

هغه دا څرګندونې د جمعې پر ورځ (لړم نهمه) د چین دفاع وزیر سره تر لیدنې وروسته پر خپله ایکس‌پاڼه کړې دي.

خوست کې ۷۷ رغنيزې پروژې بشپړې شوې

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې په نادرشاه کوټ ولسوالي کې ۷۷ رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د خوست د کليوبيارغونې او پراختيا رييس عنايت‌الرحمن جلالي د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې وويل چې يادې پروژې د ۱۵۵ ميليونه افغانی په لګښت د نادرشاه کوټ ولسوالي په ۶۵ کليو کې بشپړې شوې.

د استانبول ناستې پای؛ مجاهد: د خبرو پر دوام هوکړه شوې

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې ترکیه کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلې دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت او پاکستان مرکچي پلاویو د خبرو په دې پړاو کې پر پاتیو موضوعاتو هوکړه کړې ده.

د لوګر اوسېدونکي: مخکې به اوبه لس مترو کې وې، اوس ۱۰۰ ته ښکته شوي

دوي وايي، ډیری سیمو کې د څښاک پاکو اوبو څاه ګانې، کانالونه، چېنې او کاریزونه وچ شوي دي چې په دې سره د ځايي خلکو اندېښتې هم ډېري کړي دي.

هغوي له حکومت غوښتنه کوي چې په لوګر کې د اوبو مدیریت او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې خوندي ساتلو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په همدې برخه کې عملي پروژې هم پيل کړي.

لوګر کې د سوک‌وهنې «خزان جام» سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۸۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې یوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، په جوړو شویو سیالیو کې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو نونهالانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزش کارانو ګډون کړی وو.

د اساسي او ملاتړو قوانینو نشتوالی د افغان کسب‌ګرو مېرمنو ستونزه شمېرل کېږي

یوشمېر حقوق‌پوهان وایي، د ښځو د ملاتړ لپاره د روښانه او ځانګړو قوانینو نشتون، په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې چې د ښځو د فعالیت له لږو فرصتونو څخه شمېرل کېږي، ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

د کورنیو مالي مدیریت؛ دنده‌لرونکې مېرمنې له کمو عوایدو سپما هم کوي

مېرمنې نه یوازې د کورنیو د لګښتونو برابرولو  کې مهمه ونډه لري، بلکې د سپما توان هم لري، خو وزګاره مېرمنې که څه هم اقتصادي پرېکړو کې فعاله ونډه لري، خو بې درامده مدیرانو باندې بدلې کړي چې مالي مدیریت یې د دوی لپاره په یوې پېچلې ستونزې بدل کړی دی.

د سینې سرطان؛ دېر وزن، هورموني درمل او سترس یې لاملونه دي

افغانستان کې د «سرطان د تشخیص او درملنې» یا این‌سي‌سي‌پي روغتون مسوولان وايي چې د مېرمنو د پوهاوي کچې کموالی، پر وخت د درملنې لپاره روغتونونو ته نه مراجعه او د درملیزو خدمتونو کمښت، لامل شوی چې هېواد کې ښځې د سینې پر سرطان اخته شي.

غزه کې بریدونه؛ ۷۰ کسان شهیدان شوي

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو د هوایي بریدونو په پایله کې لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سرچینې زیاتوي چې په وروستیو بریدونو کې د مرکزي غزې په دیرالبلح کې د الاقصی شهداء روغتون نږدې د بې‌ځایه شویو دوه خیمې او د ښاروالي په میدان کې یوه بله خېمه په نښه شوې چې له کبله یې څلور فلسطینیان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.

شمالي‌کوریا کروز توغندي ازمویلي

شمالي‌کوریا ویلي چې څو کروز توغندي یې د خپلو ستراتیژیکو بریدیزو وسلو د وړتیا ارزونې او د هېواد د پوځي ځواک ښودلو لپاره د «دښمنانو» پر وړاندې ازمویلي دي.

دا ازموینې په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سوېلي‌‌کوریا ته د سفر په درشل کې دی.

خوست کې د پوليس په نوم راډيو نشرات پيل کړل

د کورنيو چارو وزارت مسوولان وايي چې په لومړي ځل يې په خوست ولايت کې د پوليس په نوم راډيو نشرات پيل کړل چې د رسنيز ډګر د پياوړتيا لپاره يو غوره ګام دی.

د کورنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رییس عبدالحکیم همت اخندزاده وويل چې د پوليس راډيو فعاليت سره به د حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ د يو پُل حيثيت ولري او ۲۴ ساعت به خپرونې ولرې.

میدان‌وردګ کې ۳۰۰ پولیس له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ ملي پولیسو ته مسلکی روزنه ورکړل شوې ده.

د یادو پولیسو  فراغت غونډ ته د میدان‌وردګ ولایت امنیه قوامنداني مرستیال مولوي خلیل‌الرحمن احمد وویل، دغه پولیسو د یاد ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې درې ورځنۍ مسلکي زده‌کړې لیدلي دي.

یونېسف په زابل کې ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته طبي وسایل ورکړي

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان د مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «یاده مرسته د ناروغانو د درملنې په ښه‌والي او د روغتیايي مرکزونو د خدماتي معیار په لوړولو کې مهم رول لري. موږ هڅه کوو چې نور روغتیايي مرکزونه هم فعال کړو، څو خلکو ته غوره روغتیایي سهولتونه برابر شي.»