
افغانستان نن شپه بنګلهدېش سره درېیمه شلاوریزه لوبه کوي
د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلې نن یکشنبه خپله درېیمه او وروستۍ شلاوریزه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه د ماښام په ۷ بجو د متحده

د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلې نن یکشنبه خپله درېیمه او وروستۍ شلاوریزه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه د ماښام په ۷ بجو د متحده

په اوکراین کې چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د روسي ځواکونو پرلهپسې بریدونه یو ځل بیا ملکیان په نښه کړي دي.
د اوکراین چارواکو نن یکشنبه، اکتوبر پنځمه ویلي چې د هېواد په شمال سومي سیمه کې دوه روسي بېپیلوټه الوتکو د اورګاډي تمځای په نښه کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي روسیه په «ترهګرۍ» تورنه کړې او ویلي یې دي چې مسکو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي.

د اندونیزیا د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې مسوولان وايي چې د اسلامي دیني مدرسې د ودانۍ د نړېدو له پېښې وروسته د مړو شویو زدهکوونکو شمېر له ۱۶ څخه ۳۶ ته لوړ شوی دی.
دا پېښه د تېرې اوونۍ په پای کې رامنځته شوې او د ژغورنې ډلې لاهم د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتي دي.

د شماليکوریا مشر کیم جونګ اون، ژمنه کړې چې د هېواد پوځ به لاپیاوړی کړي او د نویو ستراتیژیکو وسلو او پوځي تګلارو پر پراختیا به تمرکز وکړي. دا څرګندونې هغه مهال شوي چې پیونګیانګ د خپل نظام د کلیزې د نمانځنې لپاره یوه لوی پوځي parade ته چمتووالی نیسي.

غزه کې طبي سرچینې وايي چې د اسراییلي ځواکونو د پرلهپسې هوایي او توپچي بریدونو له امله لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
که څه هم د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې چې غزه کې باید خپل بریدونه ودروي، خو ښکاري چې دې غوښتنې ته لاهم پام نهدی شوی.
راپورونه ښيي چې د حماس ډلې د ټرمپ د ۲۰ مادو د سولې له طرحې څخه ځینې برخې منلې دي، خو بیا هم د جګړې اور نهدی مړ شوی.

د جمعې پر شپه د هېواد یوشمېر ولایتونه د سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو شاهدان وو. د کابل، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او خوست په ګډون څو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مسوولانو په وینا، یوازې په کابل، کاپیسا او لغمان کې ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او زرګونه څاروي او مرغان هم لهمنځه تللي دي.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې او سوځولې دي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیبالله نوري نن (شنبه، تلې دولسمه) په یوه ویډیويي پیغام کې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د بانکنوټو په ساتنه او سم استعمال کې پام وکړي، څو تر ټاکلي وخت وړاندې لهمنځه لاړې نهشي.

په کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پیل شوی و، نن شنبه، تلې دولسمه نېټه پای ته ورسېد.
د «سنبل سلیقه مادر» د خوراکي توکو د شرکت مسؤله ناجیه سلطاني سلاموطندار ته وايي: «نندارتون ډېر اغېزمن و، ځکه خلک د کورنیو تولیداتو په اړه لږ معلومات لري. دا ښه فرصت و، ډېرو کورنیو ګډون وکړ او زموږ پلورنه ښه وه.»

World Bank builds water network in Parwan with 3 million afghanis

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نن شنبه سهار (تلې دولسمه) د دغه هېواد د اهواز په سپیدار زندان کې د شپږو عرب سیاسی بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.
د قضائیه قوې اړوند میزان خبري اژانس لیکلي، دغه کسان په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې نیول شوي وو او «په یوه برید کې د څلورو امنیتي ځواکونو د وژلو» په تور محکوم شوي وو.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نن (شنبه، اکتوبر څلورمه) پوځ ته امر کړی چې د غزې ښار د اشغال عملیات ودروي. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د اسراییلي پوځ راډیو راپور ورکړی چې سیاسي مشرتابه پوځ ته لارښوونه کړې، څو په غزه کې د یرغل عملیات راکم کړي.

د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته ویلي، دا پېښه د جمعې پر ورځ (تلې یوولسمه) مادیګر مهال رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، برید دوه وروڼو، شفیعالله او طالب چې د ملنګ زامن او د الهسای ولسوالي اوسېدونکي دي، کړی او وروسته د «کوټي» کلي ته تښتېدلي دي.

د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په کوربتوب د کابل او غزني ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر ذبیحالله وهاج سلاموطندار ته وویل چې یادې سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د میدان ښار په دولتي جمنازیوم کې جوړې شوې وې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې، د خوښۍ ولسوالي په «دوبندي» سیمه کې ۶۷۴ کېلو ګرامه اومان بوټي نیولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، نیول شوي بوټي په یوه هستوګنیز کور کې د ښېښې نشهيي توکو د جوړېدو لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه، د تلې ۱۰مه نېټه، خپله دویمه شل اووره سیالي کوي. ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. د پرونۍ لوبې په ترڅ کې د افغانستان توپوهونکو ښه کارکردګي ونه ښودله او د بنګلهدېش لوبغاړو د هدف ترلاسه کولو کې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د اندونیزیا حکومت اعلان کړی چې ټولنیزې شبکې ټیکټاک د برښنايي خدماتو د وړاندې کوونکي په توګه د دې اپلیکیشن د راجستر حالت یې ځنډولی