له یمن پر اسراییلو توغندیز او د ډرون بریدونه شوي

د یمن حوثي ډله وايي چې د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې یې، د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.

د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع وايي چې د «فلسطین ۲» په نوم، توغندي باندې د قدس ښار شاوخوا پر څو «حساسو هدفونو» بریدونه شوي دي.

قطر: د اسراییلو برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان ال‌ثاني د اسراییلو برید پر خپل هېواد «له خیانته ډک» بللی او ویلي یې دي چې دغه برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

ال‌ثاني یادې څرګندونې د دوحې په یوې خبري ناستې کې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسراییل کړنې د ملکیانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی او د کړکېچ کچه یې بې‌ساري لوړه کړې ده.

غور کې ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د غور د امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر: حماس به له جګړې وروسته حکومت ونه‌کړي

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس اعلان کړی چې دغه اداره به د عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې په مالي او سیاسي ملاتړ، د غزې پوره واک پر غاړه واخلي.

هغه ټینګار وکړ چې حماس به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په حکومت کې هېڅ ډول ونډه ونه‌لري او بیا یې څرګنده کړه چې د غزې سیمه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده.

لغمان کې مېرمنې «رادیو او ټلوېزیون» د پوهاوي کچې لوړولو ښه وسیله بولي

لغمان کې مېرمنو ته د رسمي زده‌کړو چاپېریال تر ډېره محدود دی، خو راډیو او ټلوېزیون بیا دغه ولایت کې د خلکو عامه پوهاوي برخه کې د پام وړ وسیلې بلل کېږي. دغه رسنۍ نه یوازې مېرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني، روغتیايي، روزنیزې او حقوقي معلومات تر لاسه کړي، بلکې کورنۍ او ټولنه کې د دوی د ونډې پر لیدلوري هم اغېز لرلی شي.

پنجشېر کې یوې مېرمنې په یو میلیون افغانیو یو جومات جوړ کړی

د پنجشېر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د ابشار ولسوال، محمدعلي حق‌شناس،  (د وږي ۱۷مه) سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي نوی مسجدالنور په رسمي توګه پرانیستل شوی او همدارنګه د قلعه‌بالا د کربه‌ګلاب‌‌خېل سیمه کې یو بل جومات چارې ترمیم شوي دي.

سمنګان کې په ۲۸ میلیونه افغانیو د اوبورسولو شبکې جوړېږي

د سمنګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې د ۲۸میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو څلورو شبکو چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پرون دوشنبه، (د وږي ۱۷مه) د دره‌صوف بالا ولسوالي کې پيل شوي دي.

بدخشان کې ټرافیکي پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

د بدخشان مسوولان وايي، درایم ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې پرمهال د یوې مېرمنې او دریو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسانو ژوند بایللی.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وویل، پېښه تېره وځ (دوشنبه، سنبله ۱۷) د درایم ولسوالي «زرک» سیمه کې هغه مهال وشوه، کله چې سراچه موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

غزني کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

دا پېښه نن دوشنبه، وږي، ۱۷م د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د «۵۸۰ مسافروړونکي» او«فولډر» موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د غزني د امنيه قومنداني وياند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وويل چې د پېښې له امله د يوې کورنۍ پلار، مور او څلور ماشومان چې فولډر موټر کې سپاره وو او له کابل څخه د غزني پر لور روان وو، مړه شوي دي.

خیرالله خیرخواه د میدان‌وردګ د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړه

د میدان‌وردګ د نوي والي ملا خیراالله خیرخواه د دندې پيل مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د ا.ا لوړو پوړو چارواکو، دغه ولایت مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
نوموړي وویل، اسلامي امارت مشرتابه چې کوم مسؤولیت ورته سپارلی په ښه توګه به یې ترسره کړي.

هلمند کې په پراخه اندازه نشه‌يي توکي او کارخونې یې له‌منځه وړل شوي

د هلمند امنيه قومنداني د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د نشه‌يي توکو پر ضد د ترسره شويو عملياتو پرمهال په لښکرګاه ښار او يوشمېر ولسواليو کې سلګونه کيلوګرامه نشه‌يي توکي او د پروسس وسايل او څو کارخانې کشف او له‌منځه وړي دي.