
د هرات له زندانه ۱۶۰ بندیان خوشې شول
د هرات د زندان مسوولان وايي، د اوسني حکومت د مشر د فرمان پربنسټ، نن چهارشنبه د تلې ۱۶مه، ۱۶۰ بندیان له دغه زندان څخه خوشې شوې دي.
د هرات د محبس عمومي رئیس شرافالدین مخلص وایي، خوشې شویو بندیانو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.














