
پکتيا کې۱۵۳ ځوانان له حرفوي زدهکړو فارغ شول
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې له بېلابېلو حرفوي زدهکړو شاوخوا ۱۵۳ځوانان له شپږ مياشتنيو زدهکړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست رییس قاري محمدرحیم نصرت د فراغت مراسمو کې وويل چې ياد شمېر ځوانانو ته په څلور خياطي، موبايل ترميم، موټرسایلک جوړونې او برښنا برخو کې شپږ مياشتنۍ زدهکړې ورکړل شوې دي.














