
د سالنګ لویه لاره د لسو ورځو لپاره تړل کېږي
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن سهشنبه (د تلې ۲۲مه) «سلام وطندار» ته ویلي چې د سالنګونو لویې لارې د تونلونو د ترمیم پروژې د پلي کولو په موخه، دغه لار به د ۱۴۰۴کال د تلې له ۲۷مې نېټې څخه د لړم تر ۶مې نېټې پورې په بشپړ ډول تړل شوې وي.
حقشناس له موټرچلونکو وغوښتل چې د دې ۱۰ ورځو په موده کې سالنګونو لویې لارې ته د تګ پر ځای د دوشي – بامیان بدیل لاره وکاروي.














