
بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی
بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی
badghes ke par yawa kas da qasas hokam pali shawi
A person has been sentenced to death in Badghis.

بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی
badghes ke par yawa kas da qasas hokam pali shawi
A person has been sentenced to death in Badghis.

دا دوره له جسمي او رواني اړخه خپلې ستونزې لري او له ټولنیز او طبي پلوه کولای شي چې پر مېرمنو ډېر فشار راوړي. هغه مېرمنې چې له څلوېښت کلنۍ وروسته فاریاب کې اومېندواره شوي، له جسمي ستونزو سربېره، د مالي او معنوي ملاتړ نشتوالي او کورنیو شکایت لري.

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په مسکو کې لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو یې خبرې کړې دي.
د دې ناستې پرمهال پوتین د مسکو او دمشق ترمنځ پر تاریخي او دیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، د سوریې د خلکو ګټې تل د روسیې د پالیسیو په لومړیتوب کې دي.

د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې ۳۶۰۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه کمېسیون نن (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان پرون د هرات – اسلامقلعه، نیمروز د ورښم پل او د کندهار د سپینبولدک د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راغلي دي.

پکتيکا کې سرچینې وايي چې د یاد ولایت په تروه ولسوالي کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
له يادې سيمې ځايي سرچينو سلاموطندار ته تایید کړې چې د تروه ولسوالي دوو سيمو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې چې لاهم دوام لري.

پسته د بادغیس له مهمو او مشهورو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي چې د باغونو په جوړولو سره یې، د دې ولایت زرګونه کورنۍ خپلې اړتیاوې پوره کوي.
خو د ځايي اوسېدونکو په وینا، د بارانونو کمښت او اقلیمي بدلونونو په وروستیو کلونو کې د پستې پر حاصلاتو د پام وړ منفي اغېز کړی او تولید یې کم شوی دی.

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې (د ژوند لپاره نړیوالې رېښې) موسسې سره په همکارۍ بریالي شوي، څو د دې ولایت په جرم، شهدا او بهارک ولسوالیو کې ۱۹ شنېخونې جوړې کړي.
دغه اداره وايي، له دې شنو خونو به د یادو ولسوالیو ۲۰۰ کورنۍ ګټه واخلي. یادې شنې خونې د کورنیو باغچو د پروژې تر چتر لاندې جوړې شوي چې د سبزیو تخمونه، کېمیاوي سرې او کاري وسایل هم ورکړل شوي دي.

هېواد کې یوشمېر مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن راوستلو له حق څخه د ناخبرۍ له امله د دوی جسمي، روحي او اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی دی.
دیني عالمان او حقوقپوهان وايي چې د مېرمنو جسمي او رواني وضعیت لپاره اسلام دین او قوانینو په غیرمستقیم ډول لارښوونه کړې چې د زېږون ترمنځ باید واټڼ رامنځته شي.

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع نن (چهارشنبه، د تلې ۲۴مه) مسکو ته سفر وکړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا تایید کړې چې ولسمشر الشرع به په دې سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ټولګټو وزارت معین محمداسحق صاحبزاده وايي چې د اقینې د اوسپنې پټلۍ د غځولو د دویم پړاو چارې پیل شوې دي. دا پروژه له اقینې بندر څخه د اندخوی ولسوالي د شاه مردان سیمې پورې غځول کېږي چې لس کیلومتره اوږدوالی لري.

د خوست د صبریو يعقوبيو ولسوالي اړوند د «پرخۍ» لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د خوست د پوهنې رياست

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، سپینبولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه کې ۱۲ ملکیان شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شوي.
هغه نن چهارشنبه پر اېکسپاڼه ویلي «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»

په سپین بولدک کې امنیتي سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ جوړه شوې دروازه د افغان

د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ درېیمه پنځوس اوریزه لوبه تېره شپه متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه. افغانستان دغه لوبه کې د ٩ لوبغاړو په

د کندهار سپینبولدک ولسوالي کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ شدیده جګړه روانه ده چې ګڼ ملکيان بېځایه شوي.
نن سهار شاوخوا څلور بجې د کندهار د سپینبولدک ولسوالۍ په پوله جګړه پیل شوه چې د ځایي چارواکو او سرچینو په وینا، پکې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او ګڼو ملکي کورنیو د توپچي بریدونو له امله خپلې مېنې پرېښي.

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه چکډېمونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د طبعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکاري جوړ شوي دي.