
د اسراییل فرهنګ وزیر: غزه زموږ ده او فلسطینیان مېلمانه دي
د اسراییلو د فرهنګ وزیر او د واکمن ګوند غړي، میکي زوهار، هغه څرګندونې پاروونکي بلل شوي چې ویلي یې دي، غزه د اسراییلو برخه ده او هلته مېشت فلسطینیان یوازې «مېلمانه» دي.

د اسراییلو د فرهنګ وزیر او د واکمن ګوند غړي، میکي زوهار، هغه څرګندونې پاروونکي بلل شوي چې ویلي یې دي، غزه د اسراییلو برخه ده او هلته مېشت فلسطینیان یوازې «مېلمانه» دي.

د لوګر ټرافیکو مدیریت له موټرچلوونکو غواړي چې د کوتل تېرې له سیمې د تېرېدو پرمهال د ترافیک پولیسو ټولې لارښوونې او سپارښتنې په جدي ډول رعایت کړي.
کوتل تیره چې د هېواد د سوېلي ولایتونو ترمنځ له ستونزمنو لارو څخه شمېرل کېږي، د واورې او باران له پیل سره د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره په خطرناکه لاره بدلېږي.

د هرات چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۰ ځوانو جوړو د ډلهییز واده مراسم جوړ شوي و.
د یاد بنسټ مسوول عبدالحق صدیقي وایي چې د هرې جوړې لپاره نغدي مرسته، د ناوې او زوم جامې، د کور د اړتیا وړ ۷۲ ډوله توکي او همدارنګه لومړني خوراکي مواد وېشل شوي دي.

د زابل والي ملا شېرمحمد شریف د ولایتي روغتون په انګړ کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو مهمو روغتیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښوده.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زابل مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي قدرت الله بدري، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان او یوشمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د سرپُل د الجهاد ولسوالي د یوشمېر کلیو اوسېدونکي وايي، له تروو اوبو د استفادې په دلیل په بېلا بېلو ناروغیو اخته شوي. د الجهاد

دغه سروې د ۱۸۰۰ ښاریانو په مستقیم ګډون او د کابل ښار د شلو ناحیو د نږدې ۱۵۰۰۰ اوسېدونکو په غیرمستقیم پوښښ سره، دغه ښار کې د څښاک اوبو ته د خلکو د لاسرسي او د ځمکې لاندې اوبو وضعیت څرګندوي. د دغې سروې پایلې د هېواد پلازمینه کې د اوبو بحران څخه اندېښمنونکی وضعیت ښيي.

سختې وچکالۍ او د عقرب میاشتې په ۱۲مه له زلزله وروسته د اوبو د سرچینو وچېدل، د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي اوسېدونکي له ستونزو سره

د سمنګان خُلم ولسوالي کې یوشمېر باغدران له پرلهپسې وچکالیو او د اوبو له کموالي اندېښنه ښيي او وايي، وچکالۍ نه یوازې د خُلم د

د هرات ځايي مسوولان وايي، له تېرې ورځې راهیسې په رسمي ډول دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر په خپرولو بندیز لګول شوی.
د هرات د امربالمعروف او نهيعنالمنکر رییس عزیز الرحمان مهاجر د دغه خبر په تاییدولو سره سلاموطندار ته وویل، دغه ولایت کې تصویري خپرونې په بشپړ ډول بندې دي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د يو خصوصي شرکت لخوا د څه باندې ۹۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوه مېګاواټه ۲۴ ساعته لمریزې

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت نن (پنجشنبه،

د پاکستان د څېړنیزو مطالعاتو او امنیت مرکز «CRSS» راپور ورکړی چې ۲۰۲۵ میلادي کال وروستۍ یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال وو.
راپور کې همدارنګه راغلي چې ۲۰۲۵ کال کې یو زر او ۲۷۲ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي چې تروریستي بریدونه او د تروریزم ضد عملیات په کې شاملیږي.

د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی ریچارد لیندسي وايي، هېواد یې له افغانستان او افغانانو ملاتړ ته ژمن دی. هغه تېره ورځ (چهارشنبه، جدي

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې «سلاموطندار راډیو» نن چهارشنبه، مرغومې لسمه، په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د کابل ښار د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه د خپلې سروې پایلې رسنیزې کړې.

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي وایي چې دغه ولایت کې ډېری روغتیایي مرکزونه د اساسي معیارونو له نشتوالي سره مخ دي.
د دوی په وینا، خټینې ودانۍ، د ځای تنګوالی او د روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی، هغه ستونزې دي چې هره ورځ ورسره لاس او ګرېوان دي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، یادې سیالي د ۲۰ لوبډلو په ګډون د لوګر د فوټسال کمېټې لهخوا د یاد ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت په همکاري ترسره شوې چې ۱۵ ورځې یې دوام درلود.