
چین: امریکا دې سمدستي مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا باید د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سمدستي خوشې کړي او د هغوی نیول یې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا باید د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سمدستي خوشې کړي او د هغوی نیول یې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د اوکراین دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې چې د خارکیف ښار په مرکزي برخه کې پر یوې پنځه پوړیزې هستوګنیزې ودانۍ لګېدی، د وژل شویو کسانو شمېر څلورو ته لوړ شوی دی.

شماليکوریا د نوي کال په پیل کې د خپلو لومړیو پوځي اقداماتو په ترڅ کې نن «یکشنبه، جنورۍ څلورمه» د خپل ختیځ ساحل له لوري څو بالستیک توغندي سمندر ته توغولي دي.
دا ازموینې په داسې حال کې شوې چې د سوېليکوریا ولسمشر د چین پر لور خپل رسمي سفر پیلاوه.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، کندز کې د خاناباد ولسوالۍ اړوند «بنګي» سیند پر سر د «چغه» پله او د اقتاش ولسوالۍ اړوند «اقتاش»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې ښايي کیوبا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د هغو هڅو راتلونکی هدف وي چې موخه یې په لوېدیځه نیمه کره کې د امریکا د نفوذ بیا ټینګول بلل کېږي.
روبیو زیاته کړې، که دی د کیوبا د حکومت له چارواکو څخه وای، نو د امریکا د پوځ له وروستیو عملیاتو وروسته به یې د اندېښنې احساس کاوه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، تراوسه یې د ټول هېواد په سطحه ټرانسپورټي وسایطو کې ۲۰ زره د جيپياس دستګاوې نصب او فعاله

د وینزویلا د ولسمشر مرستیالې ډیلسي روډرېګز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، وینزویلا به هېڅکله د امریکا مستعمره نه شي.
هغې ټینګار کړی چې د دې هېواد خلک د خپل حاکمیت، سرچینو او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي او اجازه به ورنه کړي چې د وینزویلا طبیعي شتمنۍ تر بهرني کنټرول لاندې راشي.

د ملګرو ملتونو سازمان یوه خبرپاڼه کې وینزویلا کې د روانو بدلونونو پر زیاتېدو او د امریکا په وروستي پوځي اقدام اندېښنه څرګنده کړې. خبرپاڼه

وروسته له دې چې د هند بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د دې هېواد سیاست په اړه څرګندونې وکړې، اوس د امارت اسلامي ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د افغانستان او هند اړیکې د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل، د افغانستان د اړتیاوو پوره کولو او د همکارۍ د جلبولو لپاره اړینه ده چې هند سره نږدې اړیکې وساتل شي او خبرې دوامداره وي.

فراه کې وروستیو سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر د اوسېدو کورونه په بشپړ ډول نړولي.
د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رییس محمد اسراییل سیار وایي، د دې ولایت په مرکز او د فراهرود، بکواه، ګلستان، بالابلوک، خاکسفید او پشترود ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله، ۱۰ کسان ټپیان شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.
هغه وویل، د دغو سېلابونو په پایله کې ۲۴۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي.

د فراه مسوولان وایي، امنیتي ځواکونه یې د لوېدیځ زون د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د هوايي ځواکونو په ملاتړ وتوانېدل چې نږدې سل هغه مسافر

سيبياېس شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر ځینو اهدافو د برید امر کړی. د وینزویلا حکومت د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، واشنګټن به «د دې هېواد د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.» د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له دغو بریدونو وروسته د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی. د راپورونو پر اساس، نن شنبه د وینزویلا پلازمېنه کې لږ تر لږه ۷ چاودنې شوي.

د برازیل امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد سویل کې یوه باروړونکي موټر سره د مسافروړونکي موټر د ټکر له لامله، ۱۱ کسان وژل شوي

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د دې سازمان سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د یو رسمي لیک په لېږلو سره، ایران کې د اعتراضونو په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ ګواښونکې څرګندونې غندلي او د محکومیت غوښتنه یې کړې.
نړیوالو رسنیو نن راپور ورکړی چې دغه لیک پرون د ټرمپ له څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته استول شوی.

میدانوردګ کې د راستنو شوو لپاره د دایمي استوګن ځایونو برابرولو او د هغوی د سرپناه ستونزې حلولو په موخه، ۷۵ بیرته راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو وېش پیل شو.
ځايي مسوولانو ډاډ ورکړی چې د ځمکې وېش به له هر ډول تبعیض څخه پرته په پوره شفافیت او دقیقې څارنې ترسره شي.

د اسراییلو د فرهنګ وزیر او د واکمن ګوند غړي، میکي زوهار، هغه څرګندونې پاروونکي بلل شوي چې ویلي یې دي، غزه د اسراییلو برخه ده او هلته مېشت فلسطینیان یوازې «مېلمانه» دي.