ټرمپ: که بریالی نه‌شم، نور ځان نه‌ نوماندوم

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، که نومبر کې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، نور به هېڅ‌کله ولسمشر ته ځان نوماند نه‌کړي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دی باوري دی چې ولسمشریزو ټاکنو کې به بریالی شي. امریکا کې شوې سروې ښايي چې ډونالډ ټرمپ او د هغه سیاله کاملا هارېس په هغو ایالتونو کې چې د ولسمشر په ټاکلو کې مهمه ونډه لري، یو شان روان دي.

کابل ښاروالي: هر څوک کولای شي تر ۱۰ پوړه ودانۍ جوړې کړي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي پلازمېنه کابل کې د ودانیو جوړولو کار ته اجازه ورکړل شوې او هر کس کولای شي، له یوه تر لس پوړه ودانۍ جوړه کړي.

د مسوولانو په وینا، د ودانۍ جوړونکي کس د ملکیت تثبیت باید شوی وي او د کابل ښاروالي اجازه‌لیک هم ترلاسه کړي.

هرات کې یوه زده‌کړیال موټر جوړ کړی

هرات کې د روح‌الله عزیزي په نوم یوه زده‌کړیال د ۵۳۰زره افغانیو په لګښت یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې کړی دی.

روح‌الله عزیزي چې د انجینیري پوهنځي د دویم کال زده‌کړیال دی، وايي، د رباتونو او ماشینونو جوړولو سره یې، لېوالیتا ډېره ده او په وینا یې، دغه موټر یې د څلور میاشتو په موده کې جوړ کړی دی.

زابل کې تېرکال خلکو په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوي

د زابل امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوې دي.

د زابل ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان حاجي نورلله صدیقي وایي، دغه پُلونه د امنیه قومنداني په همکاري او د خلکو په مالي ملاتړ تېرکال جوړ شوې دي.

تېرکال هېواد کې څه باندې یو میلیون مېګاواټه برښنا تولید شوې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال هېواد کې یو میلیون، ۲۰۶زره او ۶۷۱ مېګاواټه برښنا تولید شوې ده.

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، له دې سربېره د تېرکال پرمهال ۵ میلیونه ۶۷۲زره او ۷۹۶ مېګاواټه برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته وارده شوې.

د غلام‌خان لارې بندېدل؛ سوداګر د میلیونونه افغانیو زیان سره مخ دي

خوست کې د غلام‌خان بندر د کمېساري مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.

د غلام‌خان بندر کمېسار مولوي بهايي‌‌جان بلال «شنبه، وږي ۳۱مه» سلام‌وطندار ته وویل چې لاره د وړمې شپې جګړې له کبله تړل شوې.

روانه اوونۍ د ملګروملتونو سازمان ۷۹یمه کلنۍ غونډه جوړېږي

ټاکل شوې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ د امریکا نیویارک ښار کې د ملګروملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شي.

غزې او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به، د افغانستان مسله هم د ملګروملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع واوسي.

د کلات اوسېدونکي: ښاروالي دې د ښار پاکولو کې جدي اقدام وکړي

 د زابل مرکز کلات ښار یوشمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د ککړتیا او ناپاکۍ له امله شکایت کوي.

د کلات اوسېدونکی اختر‌ګل له ښاروالي غوښتنه کوي چې د ښار پاک‌والي ته جدي پاملرنه وکړي. د ده په وینا، اوس د ښار ډېری واټونه او واړه کانالونه د کثافاتو ډک دي او خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د اسراییلو هوايي بریدونه؛ ۲۷کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د ټانک او هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

غزه کې بریدونه جمعه، سپټمبر ۲۰مه داسې مهال شوي چې اسراییلو لبنان کې د ایران ملاتړې ډلې حزب‌الله پر مرکزونو هم پراخ بریدونه کړي دي.

افغانستان د فوټسال نړیوال جام کې له اوکراین سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د فوټسال نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن شنبه، سپټمبر ۲۱مه  د اوکراین پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د شپې ۷:۳۰ بجې د اوزبیکستان په «انډي‌جان یونېورسل سپورټس کمپلېکس» لوبغالي کې پیل شي.

له سوالګرۍ نیولې تر ټولنیزو محرومیتونو؛ افغانستان کې د جوګیانو وضعیت ته کتنه

د جوګي قوم نږدې ۳۰۰ کورنۍ د افغانستان د پلازمېنې په خیرخانې کوتل کې د ژوند له لومړنیو امکاناتو پرته تر خیمو لاندې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د جوګي قوم ښځې او نجونې له سختې بې‌وزلۍ، ټولنیز توپیري چلن، روغتیايي او د زده‌کړو خدمتونو ته نه لاسرسی، په کم عمر کې ودېدو او نورو بېلابېلو ټولنیزو فشارونو سره مخامخ دي.