جوزجان کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

د جوزجان پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه او ۶۲۰زره افغانیو په ارزښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، د ښوونځي دغه ودانۍ د اقچه ولسوالي په بیش‌اریغ کلي کې جوړېږي او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا ورکول کېږي.

بوټونو کې د جعلي‌پاسپورټونو لېږد؛ خوست کې دوه کسان نیول شوي

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سیاحتي شرکت دوه کارکوونکي د جعلي پاسپټورونو د لېږد په تور نیول شوي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وايي، د «الخليج» په نوم سياحتي شرکت دوه کارکونکي هغه مهال نیول شوي چې د دغه ولایت هوايي ډګر ته یې، جعلي پاسپورټونه ننوېستل.

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین محروم دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د «کتلوي معافیت د ملي پروګرام» د ودانۍ پرانیستو مراسمو کې وویل چې هېواد کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شوي.

د دوی په وینا، د یادو ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستو لپاره یې، د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام یې جوړ کړی دی.

د ا.ا مشر: هېڅ‌کله د شریعت پر سر معامله نه‌کوو

د ملګروملتونو له لوري د امر بالمعروف او نهې عن‌‌المنکر وزارت پر نوي قانون د نیوکو ترڅنګ، د ا.ا مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د دغه قانون پر پلي‌کېدو ټینګار
کړی دی.

د اسلامي امارت مشر کندوز ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له چارواکو او دیني عالمانو سره کتنه کې ویلي، په هېڅ صورت نه‌غواړي چې د شریعت پر سر معامله وکړي. نوموړي افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو پر تګ‌لارې هم نيوکه کړې.

د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته؛ د غلام‌خان بې‌ځایه شوي: ترپال لاندې ژوند کوو

د خوست د ګربزو ولسوالي اړوند د غلام‌خان بندر سيمې څخه د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله له یادې سیمې بې‌ځايه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي. ګڼ‌شمېر دغه کورنۍ وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې مرمۍ د دوی پر کورونو لګېدلې او اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

لوګر کې یوې ښځې او یوې پېغلې ځانونه وژلي

د لوګر د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوې ښځې او یوې پېغلې په دغه ولایت کې ځانونه وژلي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه پرون شپه ناوخته (د تلې دویمه، دوشنبه) د لوګر د مرکز پل‌علم ښار اړوند د «خلیفه‌ صیب» سیمه کې شوې ده.

کابل کې د ۳۰ جوړو د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ شو

د سېلاب خیریه بنسټ نن (د تلې درېیمه، سه‌شنبه) په کابل ښار کې د ۳۰ جوړو د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ کړ. د دغه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب وايي، د دغه واده مراسم یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د ورکولو او د ډله‌ييزو ودونو دودولو په موخه جوړ کړي دي. هغه زیاتوي: «د سېلاب خیریه بنسټ چې له ډېر ولور او بې‌ځایه دودونو سره د مبارزې لپاره ځوانانو ته ډله‌ييز ودونه جوړوي، نن یې د ۶۰ ځوانانو لپاره چې د بېلابېلو قومونو اړوند دي، د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ کړی دی.»

پر لبنان د اسراییلو هوايي بریدونو کې نږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلو پرون (د تلې دویمه، دوشنبه) د لبنان پر سوېل، ختیځ او شمال باندې هوايي بریدونه کړي دي.

روسیه کې د ای‌فون‌۱۶ پېر ته غوښتنې زیاتې شوي

د اپل شرکت خپل نوی ای‌فون ۱۶ موبایل تېره اوونۍ بازار ته وړاندې کړ چې ځانګړنیو بازار کې د دغه موبایلونو پېر ته غوښتنې زیاتې کړې دي.

د ای‌فون موبایلونو د پلور یوې نمایندګي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نورو هېوادونو په پرتله روسیه کې ای‌فون ۱۶ ته د خلکو تقاضا ۱۵سلنه لوړه شوې. ای‌فون‌۱۶ پرومکس، یو ټي‌بي‌ بیا امریکا ۱۵۹۹ ډالره دی او روسیه کې یې، بیه ۲۴۹۹۹۹ «۲۷۱۰ ډالر» روبل ښودل شوې.

کندوز کې په  ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي

د کندوز محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري له‌خوا په ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي.

دغه روغتیايي مرکز د کندوز د چهاردرې ولسوالي په نواباد کلي جوړېږي. افغانستان کې د یو‌اې‌‌اېچ‌سي‌ار سیمه‌ییز دفتر مسوول عرفات جمال وايي چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د سیمو شاوخوا اووه زره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

هلمند کې د خپلې مېرمنې قاتل نیول شوی

هلمند کې محلي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له لوري هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې، په کاڼو وژلې وه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، یاد کس د سنګین ولسوالي ساروان کلا سیمه کې نیول شوی دی.